د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۲

جوبایډن له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف ځانګړې ډله اعلانوي

جوبایډن
جوبایډن

ټاکل شوې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن نن دوشنبه له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د سلاکارانو د یوې ځانګړې ډلې جوړول اعلان کړي.

بایډن د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ژمنه کړې وه چې د کرونا ویروس د کنټرول په چارو کې به هېڅ ډول هڅه ونه‌سپموي.

هغه د شنبې په ورځ (د نومبر په ۷مه) ولسمشریزو ټاکنو کې له بریالي کېدو وروسته وویل چې له دغه ویروس سره‌یې مبارزه د کارونو په سر کې ده او یوه ځانګړې ډله ورته ګماري.

بایډن له دې وړاندې له کرونا سره د ډونالد ټرمپ د ادارې پر چارو نیوکه کړې وه.

په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۰ میلیونو اوښتی او تر اوسه څه باندې دوه لکه او ۳۰ زره کسان ترې مړه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG