د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

په جورجیا کې د رایو بیا شمېرلو پايله هم د بایډن په ګټه تمامه شوه


جو بایډن
جو بایډن

په جورجیا ایالت کې د رایو د بیا شمېرلو پايله هم د جو بایډن په ګټه تمامه شوه.

په دې مهم ایالت کې، چې ۱۶ الیکترول رایې لري، اوسني ولسمشر دونالډ ټرمپ د رایو د بیا شمېرل کېدو غوښتنه کړې وه.

د جورجیا د کورنیو چارو وزیر پرون مازدیګر په رسمي ډول د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جو بایډن بری تایید کړ.

په دې ایالت کې رایې په لاس له سره وشمېرل شوې او نتیجه یې د ولسمشر ټرمپ لپاره، چې د امریکا انتخابات یې چلینج کړي وو، نهیلوونکې وه.

د دې لپاره چې په جورجیا ایالت کې د بایډن رایې تر ټرمپ نږدې ۱۴ زره ډېرې وې، د ایالتي قوانینو پر اساس باید رایې له سره شمېرل شوې وای.

د رایو په بیا شمېرلو کې د بایډن رایې ۲ زره کمې شوې خو له دې سره سره د ده رایې تر خپل سیال ۱۲ زره ۶۷۰ رایې ډېرې وې.

د جورجیا د کورنیو چارو وزیر براډ رافینپرګ، چې د جمهوریپال ګوند غړی دی، د جمعې په ورځ وویل، دا شمېره د خلکو د رایو نتیجه ده، نه د جورجیا د کورنیو چارو وزیر، محکمې یا د دوو کاندیدانو د انتخاباتي کمېټو.

د جورجیا والي براین کمپ، چې هغه هم د دونالډ ټرمپ په شان د جمهوریپال ګوند غړی دی، وویل چې د قانون پر اساس ژمن و چې د انتخاباتو پایله رسماً تایید کړي.

ده زیاته کړه، د انتخاباتو له رسمي تاییدېدو سره د ډونالډ ټرمپ انتخاباتي کمېټې ته لار پرانیستې ده چې د رایو د بیا شمېرلو لپاره کومه بله قانوني لاره ولټوي.

براین کمپ دا هم وویل، د رایو په بیا شمېرلو کې څرګنده شوه چې په لومړي ځل د رایو په شمېرلو کې ځینې تېروتنې شوې وې.

جورجیا ایالت ۱۶ الیکترول رایې لري.

په دې ایالت کې د جو بایډن بری له دې کبله مهم دی چې دا له ۱۹۹۲ را په دې خوا لومړی ځل دی چې د دیموکرات ګوند یو کاندید په دې ایالت کې بریالی کېږي.

په جورجیا کې د بایډن د بري تایید د ده د الیکترول رایو شمېر ۳۰۶ ته ورساوه او د ټرمپ الیکترول رایې ۲۳۲ دي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ


د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د بري لپاره ۲۷۰ الیکترول رایې پکار دي.

ویل کېږي چې د ټرمپ نوې ستراتیژي دا ده چې د مشیګان او پینسلوانیا ایالتونو د مقننه جرګو جمهوریپال غړي وهڅوي چې د انتخاباتو نتیجه ونه مني.

د لومړنیو نتیجو پر اساس جو بایډن په دواړو ایالتونو کې بریالی دی.

پرون د میشیګان ایالت دوو جمهوریپالو مشرانو په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره ولیدل.

خو له دې کتنې وروسته د میشیګان ایالت د مقننه جرګې جمهوریپالو غړیو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې په دې ایالت کې د انتخاباتو پر پایلو باور لري.

دوی دا هم وویل، داسې هیڅ معلومات یې نه دي موندلي چې د انتخاباتو نتیجه بدله کړي.

XS
SM
MD
LG