د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

کابل ته د پاکستان صدراعظم عمران خان د سفر هدف څه دی؟


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د افغانستان جمهوري ریاست وايي له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو لوړ رتبه چارواکو سره به د پاکستان د صدراعظم عمران خان خبرې د سوداګرۍ او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا او نورو مسایلو ورټولې وي.

پاکستاني رسنۍ وايي د دغه هېواد صدراعظم عمران خان چې د یوه دولتي هیئت مشري کوي، د افغان حکومت په بلنه نن پنجشنبه کابل ته ځي.

دا له کله چې عمران خان په ۲۰۱۸م کال کې د صدراعظم په توګه خپله دنده پیل کړې، افغانستان ته د هغه لومړی رسمي سفر دی.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل: "د دواړو هېوادونو مناسبات به د دواړو دولتونو د رهبرانو د بحث وړ موضوع وي، د افغانستان بهرنی سیاست، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا به د پاکستان له لومړي وزیر سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئیس په کتنه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ، د څلورلارې په توګه د افغانستان پر موضوع او فرصتونو تمرکز وشي چې له مرکزي اسیا سره د جنوبي اسیا د نښلولو په برخه کې په افغانستان کې شته."

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

د جمهوري ریاست بل ویاند صدیق صدیقي ویلي چې د پاکستان او افغانستان د رهبرانو په بحثونو کې به د افغانستان د سولې پر موضوع هم تمرکز وشي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د لړم/ عقرب پر پنځمه په اسلام‌اباد کې د افغانستان او پاکستان د پانګونې او سوداګرۍ یوې غونډې ته ویلي وو، پاکستان اندېښمن دی چې هندوستان ښايي د افغانستان له خاورې د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره کار واخلي، هغه ادعا چې افغان او هندي چارواکو رد کړې ده.

افغانستان چې هڅه کوي د ټرانزیت له لارې جنوبي اسیا له مرکزي اسیا او اروپا سره ونښلوي، غواړي په سوداګرۍ کې پر پاکستان خپله اتکا کمه کړي.

د بلومبرګ خپرونې په حواله افغانستان ته د پاکستاني مالونو صادرات په تېرو درېیو کلونو کې ۴۰ فیصده راکم شوي دي.

کابل ته راغلی د پاکستان پلاوی
کابل ته راغلی د پاکستان پلاوی

د پاکستان یو هیئت له وړاندې کابل ته رسېدلی او وړمه ورځ‌یې له افغانستان سره د ټرانزیت او سوداګرۍ په برخه کې یو تړون هم لاسلیک کړی دی.

XS
SM
MD
LG