د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

د پاکستان صدراعظم عمران خان د همدې اوونۍ په پای کې کابل ته راځي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

عمران خان را روانه پنجشنبه د نومبر په ۱۹مه د یوې ورځې لپاره کابل ته راځي څو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان په رول او مهمو دوه اړخیزو اړیکو باندې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وغږیږي.

دا خبره د پاکستان د حکومت باوري سرچینو په اسلام اباد کې د ازادي راډیو خبریال ته کړې ده.

د پاکستان یو شمېر رسنیو هم د عمران خان د سفر په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

دا به لومړی وار وي چې صدراعظمۍ ته تر رسېدو وروسته عمران خان افغانستان ته سفر وکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د سېپټمبر په ۲۵مه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت په اهمیت غږیدلی و او هغه ته یې د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي هم د افغان سولې په تړاو په یوه ويډیو کنفرانس کې د عمران خان د سفر یادونه کړې ده.

داوودزي په دغه کنفرانس کې د خپلو خبرو برخه پرون جمعه په ټوېټر باندې شریکه کړې ده: "په ډېر نږدې راتلونکي کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان د نږدې همکار ښاغلي رزاق داوود په مشرۍ یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راځي او په تعقیب به یې ښاغلی عمران خان هم سفر وکړي."

د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی
د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی

ښاغلي داوودزي پرته له دې چې د عمران خان د سفر نېټه په ډاګه کړي د ولسمشر غني د متبادله سفر یادونه هم وکړه.

هغه د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د ډېر بدلون یادونه وکړه او ویې ویل چې له پاکستان په تېرو ۱۹ کلونو کې دا تمه چې طالبان دې په زور د خبرو میز ته راولي کارنده نه وه.

د داوودزي به خبره د افغانستان دریځ اوس بدل شوی دا چې څنګه ښاغلی داوودزی یې په اړه وايي: "موږ په هغه ډول ادعا نه کوو چې طالبانو باندې فشار راوړئ چې د خبرو میز ته راشي. زموږ خبره اوس دا ده چې موږ منندوی یو چې د امریکا او طالبانو د خبرو کې مو مرسته وکړه. تاسو په دوحه کې د طالبانو د موجودیت اسانتیا رامنځته کړه. موږ د هغو شپږو اهدافو له ډلې چې دواړو ورباندې پرېکړه کړې او سلا ته پرې رسیدلي یو له تاسو دا تمه لرو چې د افغان – افغان یا افغانانو تر منځ د خبرو اسانچاري هم وکړئ."

پاکستان ادعا لري چې د افغانستان د سولې په پروسه کې یې اغېزمنه همکاري کړې ده.

عمران خان په وار-وار د طالبانو او امریکا تر منځ د فبروري په ۲۹مه په دوحه کې شوی تړون د پاکستان د اسانچارۍ نتیجه بولي.

د افغانستان دریځ اوس بدل شوی

د افغانستان حکومت او امریکا هم په دې باور دي چې پاکستان په طالبانو اغېز لري او په کار ده چې له دې اغېزې په کار اخېستلو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره رښتینی هڅې وکړي.

کابل ته د عمران خان د سفر په اړه راپورونه داسې وخت خپریږي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو بلل شوی او د مخامخ جګړو په زیاتېدو سربېره په ښارونو کې هدفي وژنې او بمي چاودنې هم ډېرې شوي.

حکومت د تاوتریخوالي د زیاتېدو پړه په طالبانو اچوي او وايي چې طالبانو اوس د جګړو د چل ول په بدلولو ملکیان هدف ګرځوي او تاوتریخوالی یې زیات کړی.

طالبانو تازه په یوه اعلامیه کې افغان حکومت تورن کړی چې د دوی په خبره په کابل او لویو ښارونو کې د عالمانو، سیاسي شننونکو، مدني فعالانو او مخورو شخصیتونو ترور ته ملا تړلې ده او د طالبانو پر ضد یې پروپاګند پیل کړی.

XS
SM
MD
LG