د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

هشت صبح: د امریکا نوي رهبري باید د افغان سولې ټینګښت برخه کې نوی باب پرانیزي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو پایله او د افغانستان په اوسني وضعیت کې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن د اغېز په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله کې راغلي چې د امریکا نوي رهبري باید د افغان سولې ټینګښت برخه کې نوی باب پرانیزي.

د سرمقالې لیکونکي لیکلي، پرته له شکه افغانانو لپاره د سولې روانې خبرې اړینې او برخلیک ټاکونکې دي، نو باید د امریکا نوي رهبرۍ چې جوبایډن‌یې سرلاری دی د دې خبرو پرمختګ او بریالیتوب لپاره کار وکړي.

د لیکوال په باور، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی جوبایډن باید پر طالبانو فشار راوړي ترڅو اوربند وکړي او بین‌الافغاني مذاکرات پرته له دې چې د افغانانو وینه تویه شي پر مخ لاړ شي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې بایډن دې افغانستان کې د داسې سولې ملاتړ وکړي چې د افغانانو پر غوښتنو ولاړه او د تل لپاره افغانستان کې د جګړې لیکې ټولې شي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله کې هم د امریکا ټاکنو پایلې او د دې پایلو اغېز د افغانستان په روان وضعیت راخیستل شوی دی.

د سرمقالې لیکونکي لیکلي، د امریکا تازه ټاکل شوی ولسمشر جوبايډن له ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانستان څخه ښه پېژندنه لري، نو هیلې شته چې د ده له راتګ سره به له ترهګرۍ سره مبارزې برخې کې ښې لاسته راوړنې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور رئیس ته د خپلې مبارکۍ پیغام په دوام کې لیکلي و چې له امریکا سره به د ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې برخو کې ګډ کار کوي.

لیکوال لیکلي، د سولې برخه کې امریکا له طالبانو سره پاتې راغلی، د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغان سولې برخې کې تلوار وکړ او له وخت مخکې یې د افغانستان حالاتو ته شا واړوله، خو اوس چې جوبایډن ټاکل شوی نو باید د افغانستان او سیمې د امنیت او ثبات ساتلو لپاره غوره پالېسي جوړه او نوې اداره‌یې په خپل وخت عملي کړي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې سرمقالې موضوع هم په امریکا کې د ټاکنو پایلې او د افغان سولې دوام باندې راڅرخي.

د دې ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي لیکلي، د جوبايډن بریا به د دې لامل شي چې بین‌الافغاني مذاکراتو کې طالبان له ځانه انعطاف وښيي.

د لیکوال په باور، په دوحه کې د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون او همداراز د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې له‌خوا طالبانو ته ډېر اهمیت ورکول د دې لامل شوي و چې طالبان په بین‌الافغاني مذاکراتو کې ځان برلاسی احساس کړي.

سرمقاله کې وړاندې راغلي، سوله د ټولو افغانانو ارمان دی، خو دا ارمان باید د دوه لسیزو د لاسته راوړنو په قربانۍ تمامه نه‌شي، بلکې دواړه لوري د انعطاف په ښودو هوکړې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG