د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۰۳

افغانستان

تمه ده د پاکستان صدر اعظم سبا پنجشنبه کابل ته راشي

ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان

ټاکل شوې د پاکستان صدر اعظم عمران خان سبا په یو ورځني سفر کابل ته راشي.

خان ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پاکستان صدر اعظم شو او له هغه را وروسته دا کابل ته د نوموړي لومړنی سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه(د لړم ۲۸مه) په یوه بیان کې ویلي، د عمران خان دغه سفر د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه ترسره کېږي.

د پاکستان صدر اعظم به له افغان چاروکو سره پر سوله، سوداګرۍ، سیمه ییز اقتصاد او نښلولو خبرې وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کندهار کې د اصلاح شویو غنمو د تخمونو د وېش پروګرامونه پیل شول

ارشیف

د اصلاح شویو غنمو د تخمونو د وېش دوه پروګرامونه په کندهار کې پيل شول.

یو پروګرام د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت له انکشافي بودجې تمویلېږي.

د کندهار د زراعت رئیس سید حفیظ‌الله سیدي ازادي راډیو ته وویل: "په دې کې ۶۶۸ مټرک ټنه غنم او اصلاح شوي تخمونه بزګرانو ته په ۱۵ ولسوالیو کې توزېع کوو."

بل پروګرام د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې (FAO) په مرسته پلی کوي چې په درېیو ولسوالیو کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشي.

کندهار د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې زراعت وچکالۍ اغېزمن کړی دی.

"کندهار کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۳۸ قضیې ثبت شوي"

ارشیف

په کندهار کې د ښځو چارو ریاست په وینا سږ کال تر اوسه له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۳۸ قضیې ثبت شوي چې اجباري ودونه، وهل او په بدو کې ورکول او یو شمېر نور ناوړه دودنه په‌کې شامل دي.

له ښځو سره د تشدد د مخنیوي په هدف د کندهار د ښځو چارو د ریاست او «یو اېس اې ای ډي» مؤسسې په همکارۍ د ګډ ورکشاپ په ترڅ کې چارواکو دا خبره وکړه.

دا ورکشاپ د ۱۶ ورځو په مخه و چې پرون پای ته ورسېد.

د کندهار د ښځو چارو رئیسې رقیه اڅکزۍ وویل چې روان کال د ښځو د حقونو د خوندیتوب او ورکړې په هدف ۱،۲۰۰ ښځو او نارینه‌وو د عامه پوهاوي په ورکشاپونو کې برخه اخیستې ده او دا لړۍ دوام لري.

جنوبي کوریا له افغانستان سره د روغتیایي موادو د یوې بستې مرسته وکړه

ارشیف، د جنوبي کوریا بیرغ

جنوبي کوریا له افغانستان سره د روغتیایي موادو د یوې بستې مرسته وکړه چې ۲۷۷ زره ماسکونه په‌کې دي.

په کابل کې د جنوبي کوریا سفیر ژا هوینګ د چهارشنبې په ورځ وویل، له کرونا وبا سره په افغانستان کې د مبارزې په هدف سیول دا مرسته کړې ده.

جنوبي کوریا په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي چې د ښاغلي هوینګ په وینا د دې مرستو کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې د چهارشنبې په ورځ‌یې خپرې کړې د کرونا ټولې مثبتې پېښې په هېواد کې ۴۵ زره ۴۹۰ ته رسېدلې دي.

"افغانستان کې د ښځو د وضعیت ښه والي ته پام نه دی شوی"

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، دغه هېواد کې د ښځو د وضعیت ښه والي ته جدي پام نه دی شوی.

کمېسیون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغلته ښځې له ډول ډول تاوتریخوالي لکه له کوره شړلو، جبري او کم عمر کې ودولو، د ژوند د ملګري د نه انتخاب، په بدو کې ورکړې او ورته نورو ټولنیزو ستونزو سره مخامخې دي.

کمېسیون ویلي، افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې لاسته راوړنې هم لري چې د دوی په وینا کافي نه دي.

کمېسیون دغه څرګندونې د نومبر د ۲۵مې، یا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.

له دې وړاندې یوناما، په افغانستان کې د ناټو ماموریت او بېلابېلو نورو ډيپلوماتیکو ادارو د افغان ښځو د حقونو په ټینګښت ټینګار کړی دی.

د بدخشان چارواکي: ۲۱ پولیس سرتیري له طالبانو سره نه دي یوځای شوي

ارشیف

بدخشان کې چارواکي د طالبانو هغه ادعا ردوي چې ویلي یې دي، د محلي اردو او محلي پولیسو ۲۱ سرتیري ورسره یوځای شوي دي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وایي، دغو محلي ځواکونو د معاشونو د نه ور رسېدو په اعتراض کې وسلې ایښي او کورونو ته تللي دي.

پخوا کورنیو چارو وزارت د محلي پولیسو معاش ورکاوه، خو کله چې دغه ځواکونه د محلي اردو چوکاټ ته دننه شول، معاشونه یې دفاع وزارت ورکوي.

د بدخشان د پولیسو ویاند ښاغلی روحاني وایي، همدې کړنلاره کې بدلون ممکن د ځواکونو معاش ځنډولی وي: "له پروسیجر نه د بې خبرۍ له کبله دوی وسلې ایښي او خپلو کورونو ته تللي دي، دا په دې معنا نه ده چې حکومت یا امنیتي سکتورونو دې د دوی حق خوړلی وي."

طالبانو بیا همدې محلي ځواکونو ته منسوب انځورنه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې راغستان ولسوالۍ کې د خپل قوماندان عاشور محمد په ګډون دوی سره یوځای شوي دي.

په 'کراټو سو کیوکوشین' لوبه کې د هرات لوبډله اتله شوه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د هرات کراټو سو کیوکوشین لوبډله د افغانستان اتله لوبډله شوه.

د کراټو د سوکیوکوشین سبک مشر غلام محبوب رحیمي، نن د چهارشنبې (د لېندۍ ۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د هرات سوکیوکوشین لوبډله چې څو ورځې وړاندې د دې لوبو په شپږم پړاو کې د ګډون په موخه کابل ته تللې وه، ويې کړای شوی چې د ډېرو امتیازاتو په ګټلو د دې لوبو اتلولۍ خپله کړې.

د ده په خبره، په یادو لوبو کې د کابل او خوست لوبډلو په ترتيب سره دوهم او درېیم مقام ترلاسه کړی دی.

د دې لوبو لوبو جوړولو موخه د غوره لوبغاړو ټاکل او د ملي لوبډلې جوړول وو.

ښاغلی رحیمي وايي، په دې لوبو کې له ۱۰ ولایتونو ۱۱۰ لوبغاړي ۴ ورځې ولوبېدل.

ناټو: افغانستان د ښځو لپاره خطرناک ځای دی

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

ملګرو ملتونو، ناټو او په کابل کې بېلابېلو دیپلوماتیکو ادارو د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې باید چټکې شي.

په افغانستان کې د ناټو ماموریت بیا ویلي، دغه هېواد د ښځو لپاره یو خطرناک ځای دی او دغه ماموریت غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جرایمو معافیت باید پای ته ورسیږي.

دغه غوښتنې داسې مهال کېږي چې نن د نومبر ۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده.

ملګري ملتونه سږکال دغه ورځ په دې شعار لمانځي چې د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه چټکه شي او د دې پدیدې په وړاندې له هېڅ زغمه کار وانه خېستل شي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویلي، سږکال د ښځو په وړاندې د تېر کال پرتله شل فیصده تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د نړۍ په ګوټ ګوټ په تېره بیا هغو هېوادونو کې چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات دی، سر له نن نه د ۱۶ ورځو په مخه د ښځو د حقونو د ساتنې یو کمپاین هم پیل شوی.

چارواکي: کندهار کې پر پولیسو موټربم چاودنه شوې

ارشيف

د کندهار ښار په عینو مېنه کې د پولیسو پر یولسمې حوزې موټر بم چاودنه شوې ده.

د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی برید تاییدوي، خو سم لاسي د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایي.

یوې امنیتي سرچنې بیا ویلي، برید کې چې سهار لس نیمې بجې وشو، پنځه پولیس ټپیان شوي دي.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

کرنې وزارت: سږ کال بدخشان کې د اينجې حاصلات ۳۵ ټنو ته رسېږي

د اينجې کروندې

د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، د بدخشان د اينجې حاصلات ۳۵ ټنو ته رسېږي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، چې سږکال د دې ولایت د اينجې د حاصلاتو کچه ۳۵ ټنو ته رسېږي.

ښاغلى رستمي وايي، چې اينجه تر ډېره په دې ولایت کې په وحشي او طبیعي ډول شنه کېږي خو په خبره يې، د کرنې وزارت هم د اينجې د کرکېلي د سیمو په پراختیا کې عمده رول درلود او تېر کال يې د درایم او تیشکان په ولسوالیو کې په نږدې په ۲۵۹ هکټاره ځمکه کې د اينجې کرکېله کړې ده.

اينجه یو طبي بوټی دی، چې د بدخشان ولایت د ډېرو ولسوالیو په غرونوکې په طبعي ډول شنه کېږي.

د کرنې وزارت وايي، تر دې دمه د بدخشان ولایت د طبعي اينجې د سیمو په هکله کومه دقیقه سروې نه ده تر سره شوې.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې چې څو ورځې مخکې ازادي راډيو سره شريک کړي وو، سږ کال په تخار ولايت کې هم د اينجې د حاصلاتو کچه ۱۲۵ ټنو ته رسېږي.

"مرستندويان د خپلو مرستو د اندازې او څرنګوالي په اړه د پرېکړې حق لري"

ماليې وزارت

افغانستان سره د مالي مرستو لپاره د جينيوا دوه ورځني کنفرانس، د څه د پاڅه ۱۲ میلیارده ډالرو مرستو په ترلاسه کولو سره پرون پای ته ورسېد.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ازادي راډیو ته ویل، د افغانستان نړيوالو ملاتړو تر ۲۰۲۴ د مالي مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

د ښاغلي مسجدي په وینا، تمویل کوونکو د لومړي کال لپاره لږترلږه د ۳.۳ میلیارده ډالرو ژمنه کړې چې تمه کېږي کال په کال په همدغه اندازه وشي.

نوموړی زیاتوي، دا مرستې د حکومت او نړیوالو ملګرو لخوا يې په کلني دول د بیا کتنې ګډ بهیر پورې اړه ولري.

د ښاغلي مسجدي په خبره، مرسته کوونکي حق لري چې د خپلو کلنیو مرستو د اندازې او څرنګوالي په اړه پرېکړه وکړې.

د جینیوا کنفرانس د نومبر په ۲۳ د سویس په جینيوا کې د فنلنډ، ملګرو ملتونو او افغانستان په ګډ کوربه توب جوړ شو چې په کې د نږدې سلو دولتونو او سازمانونو استازو ګډون کړی وو.

نړیوالې ټولنې په ۲۰۱۶م کې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې له افغانستان سره د ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د تر ۱۵ میلیارده ډالرو زیاتو مالي مرستو ژمنه کړې وه.

"په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي زيات شوى"

ارشيف

نن د نومبر پنځه ویشتمه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې باید چټکې شي.

یوناما په دې اړه په اعلامیه کې زیاته کړې چې سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د ورځ په دې شعار لمانځل کېږي، چې د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه چټکه شي او د دې پدیدې پر وړاندې له هېڅ زغم کار وانخیستل شي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ښځو پر وړاندې په کې تاوتریخوالی زیات دی.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویلي سږ کال د ښځو پر وړاندې د تېر کال په پرتله شل فیصده زیات تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د نړۍ په ګوټ ګوټ په تېره بیا هغو هېوادونو کې چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات دی سر له نن نه د شپاړسو ورځو په مخه یو کمپاین هم پیل شوی.

په دې کمپاین کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې کېږي.

"د جنیوا کنفرانس ټولو ګډونوالو په افغانستان کې پر اوربند ټینګار وکړ"

محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس ټولو ګډونوالو په دې هېواد کې پر اوربند ټینګار کړی.

ښاغلي اتمر د دې کنفرانس د پای ته رسېدو پر مهال وویل، نړیواله ټولنه غواړي په افغانستان کې وژنو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د فنلډ د بهرنیو چارو وزیر پيکا هاویستو په ژنیو کې د دې دوه ورځني کنفرانس جوړوونکو ته وویل، په دې کنفرانس کې ۶۶ ګډونوالو هېوادونو او ادارو په افغانستان کې د دایمي او پراخې سولې سره کلک ملاتړ څرګند کړ.

په افغانستان کې د سولې راوستلو په هدف د فبروۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته تر اوسه هم، د چارواکو په وینا، د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه شوې.

په بامیان کې د پرونیو بمي چاودنو د مرګ ژوبلو شمېر زیات شو

بامیان کې د چاودنې وروسته د سیمې یو انځور

په بامیان ولایت کې د پرونیو بمي چاودنو د مرګ ژوبلو شمېر زیات شوی دی.

د بامیان د عامې روغتیا رییس علي اقا ایوب ناصري ازادي راډیو ته وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر پنځلسو او د ټپیانو ۵۸ ته رسېدلی دی.

د پېښې اکثر قربانیان ملکیان دي.

ویره یې ځي چې د پېښې د تلفاتو شمېر لا پسې زیات شي.

اخوا ارګ ماڼۍ د افغانستان د جمهور رییس اشرف غني په حواله دا چاودنې غندلي او زیاته کړې یې ده چې: "طالبان او نورې تروریستي ډلې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره پر ملکي وګړو بریدونه کوي او عام المنفعه تاسیساتو ته زیان رسوي."

وسله والو طالبانو ویلي چې دوی په بامیانو کې په دې بمي چاودنو کې لاس نه لري.

پومپیو: په افغانستان کې د اصلاحاتو او فساد پر ضد مبارزې ته اړتیا ده

مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې د اصلاحاتو او فساد پر ضد مبارزې غوندې اقداماتو ته اړتیا ده.

ښاغلي پومپیو پرون ماښام د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس پر مهال په ویډيويي پیغام کې زیاته کړه: "افغان حکومت باید د ثبات او امنیت د اساسي عنصرونو د تطبیق په برخه کې هماغسې چې خلک یې هیله لري، ګډون وکړي، زه د اقتصادي اصلاحاتو، د مخدره موادو په ګډون د فساد پر ضد د ریښتونې مبارزې، د مذهبي ازادۍ په ګډون بشري حقونو ته د درناوي، خصوصي سکتور ته ښه چاپېریال او پر ځان د متکي کېدو خبره کوم."

د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس د افغانستان، فنلنډ او ملګرو ملتونو په نیمه مجازي توګه ګډون سره پرون ناوخته پای ته ورسېد.

په دې کنفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو د مرستې ژمنه وشوه.

جرمني: امریکا دې له افغانستان د وتونکو ځواکونو په اړه جزییات ورکړي

د جرمني دفاع وزیره آنه ګرټ کرامپ

د جرمني د دفاع وزیره وايي، برلین تمه لري چې له افغانستانه د وتونکو امریکايي ځواکونو په اړه به نور جزییات ورسره شریک شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني دفاع وزیره آنه ګرټ کرامپ کارانباویر د سې شنبې په ورځ وویل، غواړي پوه شي په راتلونکو ورځو کې به له افغانستانه څومره امریکايي ځواکونه وځي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به د جرمني او شریکانو پر ماموریت يې په لنډه موده کې څومره اغېز وکړي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی له ۴۵۰۰ سرتېرو څخه به ۲۵۰۰ يې د جنورۍ میاشتې تر پنځلسمې پورې له افغانستانه وځي.

ناټو خبرداری ورکړی چې ممکن دا ایتلاف له افغانستانه په بېړنۍ توګه د وتلو درنه بیه پرې کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG