د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د بایډن په اداره کې به بهرنۍ تګلاره د چا په لاس کې وي؟


جوبایډن
جوبایډن

د بایډن په اداره کې به بهرنۍ تګلاره په ډېر احتمال د اوباما د وخت د خلکو په لاس کې وي.

جوبایډن د بارک اوباما مرستیال پاتې شوی او د یوه با تجربه سناتور په توګه یې کلونه د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه هم اداره کړې.

منتخب ولسمشر جوبایډن او منتخب مرستیال ولسمشره کاملا هریس د داسې ادارې د رامنځته کولو ژمنې کړي چې د دوی په خبره په نړیواله کچه به د امریکا ځای احیا کړي او درناوی به یې وشي.

مرستیالې ولسمشرې کاملا هریس د شنبې په شپه تر بریا وروسته په لومړنۍ وینا کې وویل: "موږ داسې یو ولسمشر انتخاب کړ چې زموږ د ښو استازی به وي، یو داسې رهبر چې نړۍ به احترام ورته وکړي او ماشومان به مو ورته ګوري، یو داسې اعلی سرقومندان چې زموږ د عسکرو درناوی به کوي او زموږ هېواد به خوندي ساتي د ټولو امریکایانو لپاره یو ولسمشر."

کاملا هریس
کاملا هریس

منتخب ولسمشر جوبایډن هم تر کاملا وروسته خبرې وکړې او ویې ویل چې امریکا به د ټولو لپاره یوه بېلګه وي.

جوبایډن وویل: "ټوله نړۍ امریکا ته ګوري. زه باوري یم چې زموږ غوره امریکا د نړۍ لپاره یو الهام ده."

جوبایډن به د هر بل منتخب ولسمشر په توګه د شاوخوا څلورو زرو مهمو څوکیو لپاره کسان ګماري.

په دې کې د بهرنۍ تګلارې مهمې مخته وړونکي ادارې لکه د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، د ملي امنیت سلاکاري او سي ای اې د استخباراتو مرکزي ادارې په لومړیتوب کې دي.

که څه هم بایډن او همکارانو یې ژمنه کړې چې ګڼې مهمې څوکۍ به هغو کسانو ته ورکوي چې د اوباما په اداره کې د کار تجربه لري خو دا په همدۍ اسانۍ د اوباما د تدوام په معنی نه دی.

د منتخب ولسمشر جوبایډن په اداره کې به د روسیې، چین، ایران او ناټو تګلارې په بله بڼه مخته وړل کېږي.

خبرې اوس په کومو کومو کسانو ډېرې څرخي چې ښايي د جوبایډن په اداره کې به د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، ملي امنیت سلاکاري او سي ای اې د مشري لپاره غوره شي؟

په اول سر کې د بهرنیو چارو وزارت راځي.

د ولسمشر ټرمپ په اداره کې لومړی د ایکسون موبیل د تېلو د کمپنۍ مشر ریکس تیلرسون ته دا څوکۍ ورکړل شوې چې تر شاوخوا یوه کال وروسته د ټرمپ له حکومتولۍ سره د مخالفت په خاطر ګوښه کړای شو.

ورپسې مایک پومپیو چې هغه وخت د سي ای اې مشر و د بهرنیو چارو وزیر شو.

مایک پومپیو
مایک پومپیو

د منتخب ولسمشر جوبایډن په اداره کې د دې څوکۍ لپاره د دوو اوسنیو ډموکراټ سناتورانو نومونه تر بل هر چا زیات مخته کېږي کریستوفر کونس او کریس مورفي.

کریس کونس تېره میاشت د بهرنیو چارو په مجله کې یوه اوږده مقاله په دې عنوان خپره کړه چې یوه دوه ګوندیزه بهرنۍ پالیسي لا هم ممکنه ده.

په دې سره یې ځان داسې یو کس وښود چې حاضر دی له جمهوري غوښتونکو سره کار وکړي.

دویم کس کریس مورفي دی چې د روسیي پر ضد یې سختې خبرې کړي او د اوکرایین او نورو ختیځو اروپايي هېوادونو ملاتړ یې څرګند کړی.

ستونزه دلته ده چې که یو ډموکراټ سناتور د بهرنیو چارو وزارت ته راځي نو په سنا جرګه کې به د ډموکراټانو ځای کمزوری کېږي.

په ځینو نورو خلکو هم خبرې څرخیږي لکه انتوني بلینکین چې د اوباما په اداره کې یې د ملي امنیت سلاکاري مخته وړله او په ۱۹۹۰ کلونو کې یې هم له ولسمشر بل کلینټن سره د ملي امنیت په شورا کې کار کړی دی.

د منتخب ولسمشر جوبایډن په اداره کې د بلې مهمې څوکۍ دفاع وزارت پنټاګون لپاره د چا چا نومونه ډېر یادېږي؟

تېرو دور کې ولسمشرانو دا څوکۍ د دې لپاره چې نورو ګوندونو ته یې هم واک ورکړی وي د بل ګوند غړي ته ورکړې. ویلیم کوهن، رابرټ ګېټس، چک هیګل ټول له جمهوري غوښتونکي ګونده و چې د ډموکراټانو په ولسمشرۍ کې یې دفاع وزارت مخته ووړ.

د ټرمپ لومړی د دفاع وزیر جیم مټیس هم هغه وخت خپلواکه یادېده که څه هم وروسته یې له ټرمپ سره جوړه رانغله او په ښکاره یې د بایډن ملاتړ کاوه.

د اوس لپاره تر نورو زیات د میشل فلورنوی نوم یادېږي چې د اوباما په اداره کې یې د دفاع وزارت دوه بېلابېلې مرستیالۍ مخته وړي دي.

که میشل د دفاع وزیره شي لومړنۍ ښځه به وي چې دې څوکۍ ته رسیږي.

میشل فلورنوی تېر اګست په یوه بحث کې ویلي و چې امریکا باید زیات په نوې ټکنالوژۍ پانګونه وکړي څو په مټ یې د روسیې او چین کلکه مخه ونیول شي.

هغه زیاتوي: "موږ د سوق ادارې داسې یو سیسټم ته اړتیا لرو چې د زیرک هوش ارتیفیشال انتلجنس په واسطه مخته ځي څو په رقابتي شرایطو کې مقابله ممکنه کړي، موږ باید داسې سیسټم رامنځته کړو چې د انساني ځواک تر څنګ اتومات یا بې انسانه سیسټم چې د انسانانو په واسطه کنټرول شي په ډېره لوړه کچه زموږ د ګټو د دفاع یا هم هغو وختونو کې چې زموږ کوم متحد له ګواښ سره مخ وي زموږ د زور د کارولو توان په ډراماټیکه کچه ښه کړي."

د منتخب ولسمشر د ملي امنیت سلاکار به څوک وي؟

دا څوکۍ چې د سړې جګړې په پیل کې د جمهوري ریاست د بهرني ، اقتصادي ، دفاعي او استخباراتي مسایلو د همغږي لپاره رامنځته شوې هغه وخت یې زیات ارزښت وموند چې په ۱۹۷۰ کلونو کې د ولسمشر ریچارد نکسن په اداره کې د هنري کسنجر له خوا مخته وړل کېده.

لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ په نورو مهمو ادارو کې هم زیات ادلون بدلون راووست د ملي امنیت سلاکاري هم په څلورو کلونو کې څلورو بېلابېلو کسانو ته ورکړل شوه.

یې تر ټولو لوړپوړه څېره بلل کېږي او وروستی یو رابرټ اوبراین دی.

جان بولټن
جان بولټن

اوباما بیا د ملي امنیت سلاکاري دریو کسانو ته ورکړې وه.

یوه په کې وه چې ډېر کلونه په دې څوکۍ پاتې شوه او اوس ښکاري چې د بایډن په اداره کې یې د بیا راستنېدو چانس زیات دی.

سوزان رایس
سوزان رایس

مېرمن رایس چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره هم پاتې شوې یوه تېز ژبې او په واشنګټن کې د بین الادارې یوه سرسخته مبارزه بلل کېږي.

انتوني بلینکن چې د بهرنیو چارو وزارت ته هم پرې خبرې کیږي د مېرمن رایس په وړاندې د ملي امنیت سلاکاري ته یو سیال بلل شوی.

په ملګرو ملتونو کې به د امریکا سفیر څوک وي؟

په حقیقت کې دا د کابینې په کچه یوه مهمه څوکۍ ده چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د اکثرو مسلو په تړاو د لابي ګرۍ په خاطر کارول کېږي.

په ۲۰۰۳ کال کې دا د امریکا سفیر جان نیګروپونتې و چې له دې څوکۍ په استفادې یې په عراق د امریکا د برید دوسیه جوړه کړه.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د اوباما ادارې د سفیرې سمنټا پاور نوم اوس بیا اخیستل کېږي.

ګڼ څارونکي وايي، چې ښايي د هاروارد پوهنتون اوسنۍ پروفیسوره مېرمن پاور چې د بایډن د کمپاین د بهرنۍ تګلارې سلاکاره هم وه په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره شي.

د سوزان رایس نوم د دې څوکۍ لپاره هم یاد شوی.

یوه بله مهمه څوکۍ د استخباراتو مرکزي اداره سي ای اې ده.

سي ای اې اوس د جینا هاسپل له خوا مخته وړل کېږي چې کلونه یې په دې اداره کې کار کړی او د اکثرو کارکوونکو ملاتړ لري.

اکثر ډموکراټان له هاسپل سره د سپټمبر ۱۱ ترهګریز برید را وروسته د استنطاق په پالیسیو نه دي جوړ.

د "د پوښتنو ګرویږنو یا استنطاق دا پرمختللې لارې" په نړیواله کچه نه خو په لویه کچه ځورونکې یا د شکنجې کاروونکې یاد شوي.

د همدغو مسلو په خاطر ګڼ شننونکي شکي دي چې ډموکراټان به هاسپل په دې څوکۍ وساتي.

اوس وخت د سي ای اې د ادارې لپاره د اوریل هاینس نوم د یوې غوره کاندیدې په صفت یادېږي.

اوریل د اوباما په اداره کې د سي ای اې مرستیاله وه.

XS
SM
MD
LG