د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

'جلال‌اباد کې د پاکستان ویزې د ټوکنو د وېش پر مهال ۱۲ ښځې وژل شوي'


جلال اباد کې د پاکستان ویزې په تمه د افغانانو ګڼه ګوڼه
جلال اباد کې د پاکستان ویزې په تمه د افغانانو ګڼه ګوڼه

په ننګرهار کې د پاکستان د ویزو د ټوکنو د ترلاسه کولو پر مهال د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله یو شمېر کسان تر پښو لاندې شوي او مړه شوي دي.

ویزو ته د ولاړو خلکو په ټېل ماټېل کې ۱۲ ښځې مړې شوي چې جسدونه یې د ننګرهار حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

پېښه کې ۸ ښځې او ۲ نارینه ټپیان شوي هم دي.

د ننګرهار د چارواکو د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله رامنځته شوې او ډېری مېرمنې تر پښو لاندې شوې دي.

زرګونه کسان د جلال اباد ښار په فوټبال لوبغالي کې د پاکستان د ویزو د ټوکنو لپاره ولاړ و.

د جلال اباد فوټبال لوبغالي کې د پاکستان ویزې لپاره د ټوکن اخیستو په تمه د افغانانو ګڼه ګوڼه
د جلال اباد فوټبال لوبغالي کې د پاکستان ویزې لپاره د ټوکن اخیستو په تمه د افغانانو ګڼه ګوڼه

افغانان د علاج لپاره پاکستان ته ځي او د ویزو د ترلاسه کولو لپاره سلګونه سخت ناروغان هم ساعتونه انتظار باسي.

د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو په سر د ګڼې ګوڼې له امله داسې وخت یو شمېر افغانان مړه او ټپیان شوي چې پاکستان ویلي د افغانانو لپاره یې د ویزې صادرول اسانه کړي.

بل پلو د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په شوې پېښه خواشیني څرګنده کړې او له خلکو یې غوښتي څو د نظم په مراعتولو سره له ګڼې ګوڼې مخنیوی او ډډه وکړي.

دغه راز پاکستانيو چارواکو په جلال اباد کې د ویزو اخیستو پر مهال د افغانانو پر مرګ ژوبلې خواشینې ښودلې.

کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، پېښه د دوی له کونسلګرۍ پنځه کېلو متره لرې په یوه ستډیوم کې رامنځته شوې.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په کابل او دغه راز جلال اباد، کندهار، هرات او مزار شریف کې د ویزې ورکړې ته دوام ورکوي.

پاکستان د کرونا وبا له پيله د څو میاشتو لپاره د تورخم او سپین بولدک لاره بنده او د ویزو ورکړه یې هم درولې وه، خو وروستیو کې لارې خلاصې او وې ویل چې د ویزو موده به له شپږو میاشتو یو کال ته غځوي.

پاکستان څو میاشتې مخکې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې د ویزو ورکول بند کړي وو چې د بیا پیل سره دا دی په ننګرهار کې د زرګونه افغانانو په ګڼه ګوڼه کې خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

XS
SM
MD
LG