د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

په بلخ کې خلک د پاکستان د قونسلګرۍ د بیا فعالېدو غوښتنه کوي


د افغانستان په نقشه کې د بلخ ولایت
د افغانستان په نقشه کې د بلخ ولایت

د بلخ یو شمېر اوسېدونکي غواړي چې د پاکستان قونسلګري دې په دې ولایت کې خپل فعالیت بیا پیل کړي.

یو شمېر کسان چې په مزار شریف ښار کې د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته د تړلو درواز تر شا د ویزې د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو، غوښتل یې چې د پاکستان قونسلګرۍ دې خپل فعالیت بیا پیل کړي.

اکثره مراجعین هغه کسان وو چې د خپلو او یا هم خپلوانو د ناروغۍ د درملنې لپاره پاکستان ته د تلو نیت‌یې درلود او غوښتل یې چې په بلخ کې د پاکستان ویزه ترلاسه کړي.

د بلخ او نورو شمالي ولایتونو اوسېدونکي چې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي وو، ویل یې چې په کور دننه د ناسمې تداوۍ په خاطر اړ دي چې پاکستان ته سفر وکړي، خو له درېیو ورځو راپه دېخوا په بلخ کې د دغه هېواد قونسلګرۍ خپل فعالیت بند کړی دی.

له دې کسانو دوو تنو یې ازادي راډیو ته وویل:

"زما نوم حسین دی، زه د خپلې کورنۍ له غړو سره راغلی یم چې د پاکستان ویزه ترلاسه کړم، خو متأسفانه دوه ورځې کېږي چې دلته هېڅ یو کس نه‌شته او قونسلګري هم تړلې ده، باید ډېر ژر دا ستونزه حل شي، تر څو خلک له لا زیاتو ستونزو سره مخ نه‌شي."

"زه نجیب یم، د تشي تکلیف لرم، له دې لپاره چې ویزه واخلم، دلته راغلی یم، خو قونسلګري تړلې ده، هېڅ نه‌پوهېږم چې ولې داسې شوي."

په همدې حال کې په مزار شریف کې د پاکستان د قونسلګرۍ مسئولان وايي چې دا ډیپلوماتیک بنسټ د موجوده امنیتي ګواښونو له امله بند شوی دی.

په بلخ کې د پاکستان جنرال قونسل سرفراز احمد ازادي راډیو ته وویل چې درې ورځې دمخه یوې مېرمنې وغوښتل چې د ویزې د ترلاسه کولو په بهانه له یوه لاسي بم سره قونسلګرۍ ته ننوځي چې هدف ته تر رسېدو مخکې پولیسو ونیوله.

هغه وویل چې دا قونسلګري به د امنیتي ګواښونو او تهدیداتو تر بشپړ ختمېدو تړلې پاتې وي او هر کله‌یې چې افغان چارواکو د امنیت د خوندي ساتلو تضمین وکړ، خپل فعالیت به بیا پیل کړي.

په همدې حال کې د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي چې د محلي چارواکي هڅه کوي چې له ډیپلوماتیکو لارو دا ستونزه حل کړي او کوښښ‌یې دا دی چې تر څو د پاکستان قونسلګري په بلخ کې خپل فعالیت ډېر ژر بیا پیل کړي.

ارشیف، د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد
ارشیف، د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد

​ښاغلی فرهاد په دې هکله وايي:

"له ډیپلوماتیکو لارو له هغوی سره خبرې روانې دي، هڅه مو دا ده چې دا قونسلګري بیا په لا ښه توګه خپل خدمات دلته پیل کړي، څو د افغانستان د شمالي برخو د اوسېدونکو چې ډېری یې د درملنې لپاره هغه هېواد ته ځي، ستونزې یې هوارې شي."

باید یاده شي چې بلخ د شمال زون مرکزي ولایت دی چې د پاکستان په قونسلګرۍ سربېره په‌کې د ۹ ولایتونو لپاره څه باندې ۱۰ بهرنۍ قونسلګرۍ فعالیت کوي او د ملي یووالي د حکومت له پیله تر دې دمه د هند او المان پر قونسلګریو ترورېستي بریدونه ترسره شوي دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG