د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

سپېدار هیله ښيي چې په راتلونکې یوه اوونۍ کې به د پاکستان په ویزو کې اسانتیاوې راشي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، هیله شته چې په راتلونکې یوه اوونۍ کې په افغانستان کې د پاکستان د ویزې په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

وروسته له هغې چې په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته د ویزې د ترلاسه کولو په هدف د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله یوه افغان ماشومه تر پښو لاندې او بیا مړه شوه، د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، افغانانو ته د پاکستان د ویزو د ورکړې په موضوع کې ستونزې د دوی لپاره جدي دي او د هواري لپاره‌يې هڅې کوي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» ازادي راډيو ته وویل، یاده موضوع اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له نږدې څاري او په همدې اړه‌يې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته دنده سپارلې چې په کابل کې د پاکستان له سفیر سره وغږېږي چې د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

ده وویل:

"دا موضوع زموږ لپاره ډېره مهمه ده، په داسې یو وضعیت کې چې زموږ هېوادوال ښځې، ماشومان او سپین ږیري کسان هره ورځ په ساعتونو ساعتونو د سفارت او په ننګرهار کې د قونسلګرۍ مخې ته انتظار کوي او کار يې نه‌کېږي، دا زموږ لپاره د منلو وړ نه‌ده، موږ هیله لرو چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به ډېر ژر دا موضوع د پاکستان له سفارت سره تعقیب کړي، تر څو یوه د حل لاره ورته پیدا کړي."

ښاغلی خوځون وايي، اوس هیله شته چې په راتلونکې یوه اوونۍ کې به د پاکستان د ویزو په صدور کې اسانتیاوې رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راپه دېخوا په پایتخت کابل او ختیځ ولایت ننګرهار کې پاکستان د خپلو ویزو په صدور کې سختي راوستې ده.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نه‌شوو.

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي هم دغه مسئله د اندېښنې وړ بللې ده.

نوموړي د دغې جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې د جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون به د پاکستان د ویزو د صدور په برخه کې ستونزې وڅېړي او له اړوند ارګان سره به‌يې شریکې کړي.

عیني شاهدان وايي، هره ورځ زرګونه کسان په کابل کې د پاکستان سفارت او په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته راټولېږي چې ویزه ترلاسه کړي، خو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله نه‌توانېږي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې هره ورځ نږدې اته زره کسان د ویزې د اخیستو لپاره مراجعه کوي، خو د پاکستان قونسلګري ایله ۳۰۰ یا ۴۰۰ کسانو ته ویزې ورکوي چې دې کار د خلکو ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده.

اوس پوښتنه دا ده چې له دومره سختیو سره سره ولې هره ورځ زرګونه افغانان غواړي چې پاکستان ته د تګ ویزه ترلاسه کړي؟

ارشیف
ارشیف

مدني فعال راحت ګل زیارمل وايي:

"په پاکستان کې د افغانستان په نسبت روغتیايي اسانتیاوې ډېرې، ارزانه او سټنډرد دي، یو شمېر افغانان هلته کاروبارونه لري، یو شمېر يې هلته خپلوۍ لري، نو د دې ټولو کسانو تګ لامل شوی چې په افغانستان کې د پاکستان د سفارت او قونسلګرۍ په وړاندې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شي."

نوموړی وايي، پاکستان هم هغه شمېر کسانو ته چې لازمه ده ویزې نه‌ورکوي، نو ځکه ورځ تر بلې ګڼه ګوڼه ډېرېږي چې اوس‌يې له توانه دوی هم نه‌شي وتلی.

ښاغلی زیارمل غوښتنه کوي چې افغان حکومت باید د طبابت په برخه کې په کور دننه اسانتیاوې رامنځته کړې، تر څو خلک اړ نه‌شي چې د درملنې په هدف نورو هېوادونو ته خپل ناروغان یوسي.

د نوموړي په وینا، هر کال افغان ناروغان میلیونونه افغانۍ په پاکستان او هندوستان کې د ښې روغتیا په هدف مصرفوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG