د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ خپل کارونه ځنډولي


د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په سپار ښتنه تړل شوې ده.

په جلال اباد ښار کې د پاکستان د قونسلګرۍ د کارونو له ځنډېدو سره، د دغه ولایت د ولایتي شورا ځیني غړي وايي، دې کار د ننګرهار سوداګر، ناروغان او نور کسان چې پاکستان ته ځي راځي، له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ذبیح الله زمري د شنبې په ورځ ازادي ته وویل، له یوې خوا پاکستان ته د تلونکو ګڼه ګوڼه او له بلې خوا په دغه قونسلګرۍ کې د ویزې غوښتونکو لپاره د یو منظم پروګرام نشتوالی سبب شوی چې یاده قونسلګري په جلال اباد ښار کې خپل کارونه وځنډوي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه قونسلګري باید د خلکو د خدماتو لپاره خلاصه پاتې شي، له پاکستان سره موږ ډیپلوماتیکې اړیکي لرو، ناروغان او ضرورتونه ډېر دي، ډېر افغانان په کوزه پښتونخوا کې پراته دي، د نورو هېوادونو په نسبت پاکستان ته د افغانانو تګ راتګ زیات دی، د ویزو د ورکولو کارمندان باید زیات ش، خو که ټول محاسبه کړو، نو دا ټول په نه پاملرنې دلالت کوي."

ځینو رسنیو لیکلي چې په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ د ننګرهار پر ولایتي ادارې تور لګولی چې د دوی په چارو کې مداخله کوي.

په دې اړه د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند محمد بشیر بهرام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د یادې قونسلګرۍ په چارو کې د ننګرهار د ولایتي ادارې لاسوهنه رد کړه او وېې ویل چې ممکن د ننګرهار ولایتي ادارې د ویزه غوښتونکو د ستونزو د حل لپاره یادې قونسلګرۍ ته د چارو د سمون په خاطر کوم وړاندیز کړی وي، خو په چارو کې یې هېڅ کله مداخله نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په جلال اباد ښار کې هره ورځ زرګونه کسان د ويزې لپاره د پاکستان قونسلګرۍ ته مراجعه کوي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي دا هم وايي، د د غې قونسلګرۍ د ویزې د ورکړې په چارو کې هېڅ اصول په پام کې نه نیول کېږي او دغه کار اکثره د کمېشنکارانو له خوا ترسره کېږي.

دوی وايي، د پیسو خاوندان په یوه ورځ کې ویزه اخیستلای شي، خو بې پیسو کسان يې حتی په اوونۍ کې هم نه شي ترلاسه کولای.

په دې اړه د ننګرهار خلکو پخوا تر دې څو ځلې مظاهرې او اعتراضونه کړي، خو شته ستونزه نه یوازې دا چې حل شوې نه ده، بلکې له یوې ورځې بلې ته زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د پاکستان د سفارت د عامه اړیکو څانګې یوه مسؤل محمد زېب د پېښې په اړه له جزییاتو ډډه وکړه، خو یوازې دومره یې وویل چې د ا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سپارښتنه ده.

دی وایي:

"دا نه شو ویلای چې مستقله تړل شوې او که په موقتي توګه، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا سپارښتنه شوې ده."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمد ازادي راډیو ته وویل، په موضوع خبرې روانې دي او ډېر ژر به حل شي.

نوموړي وویل:

"څرنګه چې هوا توده ده او اکثره خلک پاکستان ته د درملنې لپاره ځي، نو د دې لپاره چې دوی ته اسانتیاوې برابرې شي، د ننګرهار ادارې ورسره یو لړ تفاهمات ترسره کړل، خو د پاکستاني لوري د ناسم پوهاوي له امله دغه مسئله رامنځته شوه، نن به د پاکستان د سفارت پلاوی وزارت ته راشي، خبرې مو روانې دي، دا لویه مسئله نه بلکې د حل وړ ده."

دا لومړی ځل نه دی چې د ننګرهار سوداګر، ناروغان او عام خلک د ویزو د اخیستلو په برخه کې د پاکستان له قونسلګرۍ شکایت کوي، بلکې پخوا تر دې هم خلکو ورته شکایتونه کړي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا وايي، د پاکستان قونسلګري باید د ننګرهار له ولایتي ادارې سره په همغږۍ کې خلکو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې یو منظم میکانیزم جوړ کړي چې په دې چاره کې د کمېشنکارانو د ناوړه ګټې اخیستنې او فساد مخه ونیول شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG