د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

کامه‌وال: ډېر ژر به په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګري بېرته پرانیستل شي


د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، ټاکل شوې چې د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په جلال‌اباد کې د پاکستان تړلې قونسلګري بېرته پرانیستل شي.

د دې شورا غړي ناصر کامه‌وال د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې په همدې اړه په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر او په کابل کې د پاکستان د سفارت د چارواکو ترمنځ خبرې شوې دي.

ښاغلی کامه‌وال وايي، دغه خبرې په کابل کې شوې دي او د پاکستان سفارت چارواکو په ننګرهار کې د دوی د قونسلګرۍ د امنیت په برخه کې د اسانتیا غوښتنې درلودې چې د ننګرهار له والي سره تر خبرو کولو وروسته ورته ډاډ ورکړل شوی دی.

کامه‌وال وویل چې ډېر ژر به خلکو ته د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی یعنې د پاکستان سفارت چارواکو ژمنه وکړه چې د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ به دوی خپل کار پیل کړي او دا کار به د تېر په څېر نه‌وي یعنې د یو منظم مهالوېش له مخې به کار کوي په اوونۍ کې به یوه ورځ د پکتیا خلکو ته ویزې ورکوي، یوه ورځ به د خوست او پکتیکا او دوه ورځې به د ننګرهار خلکو ته ویزې ورکوي یعنې همدغسې به په یو منظم شکل کار کوي."

دی وايي، په دې ناسته کې د ویزو د ورکړې په برخه کې پر نظم او ډسپلین هم بحثونه وشول او د پاکستان سفارت چارواکو ژمنه وکړه چې په دې اړه به د یو مهال‌وېش له مخې خپل کارونه په شفاف ډول پر مخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې پوره ۲۰ ورځې وړاندې په جلال‌اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ مسؤلینو ادعا وکړه چې د ننګرهار د سیمه‌ییزو چارواکو د مداخلې له کبله‌یې په موقت ډول خپله قونسلګري تړلې ده.

که څه هم په دې اړه ډېر جزئیات نه‌وو ورکړل شوي، خو په کابل کې د پاکستان د سفارت د عامه اړیکو څانګې یوه مسؤل محمد زېب ازادي راډيو ته یوازې همدومره ویلي وو چې په جلال‌اباد کې د قونسلګرۍ تړل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سپارښتنه وه.

همدا شان د پاکستان سفارت په یو لیک کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت نه غوښتنه کړې وه چې د ننګرهار والي دې د قونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنې نه‌کوي او دغه‌شان یې له افغان چارواکو په جلال‌اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

خو د ننګرهار والي حیات‌الله حیات د پاکستان د سفارت دغه ادعا رد کړې او ویلي وو چې دی د هغه پراخ فساد د مخنیوي لپاره اقدامات کوي چې د پاکستان د ویزو په تر لاسه کولو د قونسلګرۍ څخه بهر موجود دی.

په ورته وخت کې د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي په ځانګړي ډول هغوی چې باید خپل ناروغان وخت په وخت د درملنې لپاره پاکستان ته یوسي غوښتنه کوي چې باید یاده قونسلګري ژر تر ژره خلاصه شي ځکه د دوی په وینا په کابل کې د ختیځو ولایتونو اوسېدونکو ته د هغه هېواد سفارت ویزه نه‌ورکوي او په دې برخه کې له لویو ستونزو سره مخ دي.

د دې ولایت دوو تنه اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل:

"نوم مې محمد رحمان دی د شینوارو اوسېدونکی یم، وروره دا د پاکستان قونسلګري چې په جلال‌اباد کې تړل شوې ده، خلکو ته‌يې سختې ستونزې پیدا کړې دي، دلته به هره ورځ زر یا اته سوه کسانو ته ویزې ورکول کېدې، نو اوس چې قونسلګري تړل شوې خلک ستونزو سره مخ دي، ځي کابل ته د ویزې د اخیستو لپاره، خو هلته هم ورته ویزه نه‌ورکول کېږي."

"زما نوم ضمیر احمد ضیا دی د ننګرهار اوسېدونکی یم، له ډېره وخته دا قونسلګري تړل شوې ده، که خلاصه شي نو د دې سیمې د خلکو لپاره به یو ښه زېری وي او موږ يې هرکلی کوو."

په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي چې د قونسلګرۍ د خلاصېدو په اړه‌يې رسمي خبر نه‌دی ترلاسه کړی، خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید د فساد مخنیوي ته جدي پاملرنه وشي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي چې د پاکستان د ویزو د ورکړې لپاره باید یو منظم مېکانیزم رامنځته شي تر څو ناروغ لرونکو او ښځو ته تر نورو مخکې ویزې ورکړل شي او په دې ډول د د بې‌نظمۍ مخه هم ونیول شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG