د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

والسټریټ ژورنال: امریکايي چارواکي د افغان جګړې په اړه مخالف نظرونه لري


والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په امنیتي ټیم کې په روان بحث لیکنه کړې او په پیل کې یې وايي، د امریکا پوځي او استخباراتي چارواکي د افغانستان د جګړې اوسني وضیعت په اړه د یو بل مخالف نظرونه لري.

ورځپاڼه د چارواکو له خولې وايي، دا چاره د ولسمشر ټرمپ د امنیتي ټیم تر منځ چې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لارې چارې لټوي، د اختلاف په یوه نوې سرچینه بدله شوې ده.

ورځپاڼه د هغو کسانو له خولې چې د افغانستان د جګړې په اړه د روانې سري ارزونې له بهیر خبره دي، وايي چې د امریکا استخباراتي چارواکي د افغانستان د کړکېچ په اړه منفي نظر لري، خو پوځي قوماندانان بیا د استخباراتي چارواکو نتیجه نه مني او استدلال کوي چې د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ ستراتیژي کار ورکوي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه په خپلې دې لیکنې کې زیاتوي، دا اختلاف په داسې حال کې دی چې د ولسمشر ټرمپ اداره غواړي چې کابل ته په تېرو ۱۱ کلونو کې نهم امریکايي جنرال واستوي.

ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان د جګړې یو شمېر څارونکي اندېښنه لري چې د استخباراتي ادارو منفي ارزونه به ولسمشر ټرمپ وهڅوي چې خپله د تېرکال اعلان کړې ستراتیژي چې په ترڅ کې یې زرګونه اضافي سرتېري افغانستان ته استولي، په نیمه کې پرېږدي.

ورځپاڼه د هغو کسانو له خولې چې د افغانستان پر جګړې د امریکا د ۱۷ استخباراتي ادارو پر دې ارزونې له روان محرم بحثه خبر دي، وايي چې په دې اړه ددې ادارو ترمنځ پراخه اجماع موجوده ده چې د ولسمشر ټرمپ له خوا د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د نوې ستراتیژۍ د اعلان راهېسې، په تېر یوه کال کې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې لوري کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

خو ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې بیا د امریکا د پوځي قوماندانانو رسمي نظر د افغانستان د جګړې په اړه تر ډېره مثبت دی او دوی بیا د امریکا د استخباراتي ادارو ارزونه یو څه بدبینانه بولي.

ورځپاڼه د چارواکو له خولې زیاتوي، دې اختلاف په دې اړه چې په راتلونکو میاشتو کې ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د افغانستان د جګړې په اړه یوه کره او نهايي ارزونه وړاندې شي، په واشنګټن کې تادوه بحثونه راپورته کړي دي.

میامي هیرالډ:

میامي هیرالډ ورځپاڼې په جلال اباد ښار کې د پاکستان د قونسلګرۍ د تړل کېدو په اړه یوه راپور کې د پاکستان د سفارت هغه لیک ته اشاره کړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته یې استولی او ادعا یې کړې چې د ننګرهار والي د قونسلګرۍ په چارو کې مداخله کوي.

ورځپاڼې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند صبغت الله احمدي له خولې وايي، یو سؤتفاهم په کابل کې د پاکستان د سفارت چارواکو د اندېښنې سبب شوی.

ښاغلي احمدي ویلي چې د پاکستان د سفارت له چارواکو سره یې غونډې کړې دي او دا ستونزه به ژر هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار والي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا رد کړه چې ګوندې د پاکستان د قونسلګرۍ په چارو کې یې لاسوهنه کړې، خو ویې ویل چې له قونسلګرۍ بهر د پاکستان د ویزو ترلاسه کولو لپاره کمېشنکاران له افغانانو زرګونه روپۍ اخلي او یو لوی اداري فساد او بې نظمۍ ته یې لاره هواره کړې چې دا غواړي له قونسلګرۍ بهر د دې روان فساد مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG