د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

ایران: د وسلو پېرلو برخه کې د ملګروملتونو د بندیز مهلت پای ته ورسېد


د دې بندیز له پای ته رسېدو سره په اصولو کې ایران یو ځل بیا کولای شي چې متعارفې وسلې لکه ټانکونه، جنګي الوتکې او درنه توپخانه وپېري او ویې پلوري. 
د دې بندیز له پای ته رسېدو سره په اصولو کې ایران یو ځل بیا کولای شي چې متعارفې وسلې لکه ټانکونه، جنګي الوتکې او درنه توپخانه وپېري او ویې پلوري. 

ایران وايي، د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې له مخې پر دې هېواد د متعارفو وسلو د پېرلو په برخه کې د ملګروملتونو د بندیز مهلت نن پای ته ورسېد.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې، د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې له مخې پر دې هېواد د متعارفو وسلو د پلور او پېر په برخه کې د ملګروملتونو د بندیز د مهلت د ختمېدو خبر ورکړ او ویې ویل له ایران څخه او ایران ته د وسلو پر لېږد او په دې برخه کې پر ټولو اړوندو فعالیتونو او مالي خدماتو محدودیتونه نن چې د اکتوبر اتلسمه نېټه ده په اتومات ډول پای ته رسېدلي دي.

د دې بندیز له پای ته رسېدو سره په اصولو کې ایران یو ځل بیا کولای شي چې متعارفې وسلې لکه ټانکونه، جنګي الوتکې او درنه توپخانه وپېري او ویې پلوري.

امریکا د دې بندیز له پای ته رسېدو سره په کلکه مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د ایران له خوا د وسلو پلور او پېر به د نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړي خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپل ننني بیان کې ویلي چې دا هېواد د وسلو پېرلو ته اړ نه دی ځکه دفاعي تګلاره یې داسې ده چې باید پر خپلو خلکو او خپلو امکاناتو اتکا وکړي.

په بیان کې راغلي چې د ایران په دفاعي تګلاره کې غیرمتعارفې او د ډله ییزې وژنې وسلې ځای نه لري.

له دې څرګندونو سره سره ولسمشر حسن روحاني او نورو چارواکو پر ایران د وسلو د بندیز د پای ته رسېدو نمانځنه کړې.

حسن روحاني
حسن روحاني

روحاني تېره اونۍ وویل، پر ایران د وسلو لس کلن غیرعادلانه بندیز پای ته رسېږي او د اکتوبر له اتلسمې نېټې وروسته دا هېواد کولای شي پر هر هېواد چې غواړي خپلې وسلې وپلوري او له هر هېواد څخه چې غواړي د خپلې خوښې وسلې وپېري.

د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر ایران د وسلو د بندیز پای ته رسېدل د نړیوالې ټولنې لپاره یوه مهمه ورځ بللې او پر ټویټر په یوه بیان کې یې ویلي چې له نړۍ سره په دفاعي برخه کې د ایران همکاري په سیمه کې د هراړخیز ګډون، او د سولې او امنیت د ټینګښت هدف ته د رسېدو لپاره یوه بریا ده.

خو د بریا دا اعلان ښايي له وخته مخکې وي ځکه چې ایران د امریکا د اقتصادي بندیزونو په ګډون- چې په نتیجه کې یې دا هېواد د پیسو له کمښت سره مخامخ شوی، لاهم له خورا زیاتو محدودیتونو سره لاس ګرېوان دی.

ملګروملتونو په ۲۰۰۷ کال کې پر ایران د وسلو بندیز ولګاوه خو د دې بندیزونو لیرې کېدل په ۲۰۱۵ کال کې د هغه تړون یوه برخه شوه چې ایران له امریکا، روسیې، چین، جرمني، برتانیا او فرانسې سره لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې ایران ژمنه وکړه چې خپل اټومي پروګرام به محدودوي او په بدل کې شپږو پیاړو قدرتونو ژمنه وکړه چې پر دې هېواد ټول لګېدلې بندیزونه به په تدریجي ډول لیرې کوي.

خو دا موافقه هغه مهال د له منځه تلو له خطر سره مخامخ شوه چې ولسمشر ډونالډټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یواړخیز ډول له دې موافقې د متحدوایالاتو وتل اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG