د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

پر ایران د وسلو بندیز په اړه د امریکا وړاندیز شوی پرېکړه لیک رد شو


د امنیت شورا غړي
د امنیت شورا غړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ایران د وسلو بندیز د تمدید په هدف د امریکا متحده ایالتونو وړاندیز شوی پریکړه لیک رد کړ.

پر ایران د وسلو دا بندیز راتلونکې اکتوبر میاشت کې پای ته رسېږي، خو امریکا په خپل وړاندیز کې له امنیت شورا غوښتي و چې وې غځوي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر ایران د وسلو د بندیز تمدید ته له پرونۍ رایې اچونې مخکې معلومېده چې دا پرېکړه لیک به تایید نه شي.

د ایران دوه سیمه ییزو متحدانو روسیې او چین، چې امنیت شورا کې د ویټو حق لري، له پیله د امریکا په ملاتړ وړاندیز شوي دې پرېکړه لیک سره مخالف وو.

پرېکړه لیک ته د امنیت شورا د پنځلسو غړو هېوادونو له ناکامې رایې ورکونې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو ویلي، امنیت شورا دې کې پاته راغله چې له ایران سره حساب کتاب وکړي.

پومپیو ویلي، پر ایران د وسلو بندیز د نه غځولو پرېکړه به ایران ته، چې ده د نړۍ په کچه د ترهګرو لومړۍ درجه ملاتړی دولت بللی، دا لاره برابره کړي چې وژونکې وسلې واخلي او خرڅې یې کړي.

پومپیو ویلي، امریکا خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې دغه تېروتنه سمه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو

پرېکړه لیک ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲ غړو مثبته، ۲ منفي او ۱۱ نورو ممتنع یا سپینه رایه ورکړه.

واشنګټن دې رایه اچونه کې حتی هغه ۹ رایې هم ترلاسه نه کړې چې په وړاندې یې چین او روسیې د ویټو له حقه استفاده کړې وای.

په ملګرو ملتونو کې د چین ماموریت بیا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "پایلې وښوده چې یو اړخیزه توب هیڅ ملاتړ نه شي خپلولی او زور ازمایل به له ماتې سره مخامخ کېږي."

په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ اټومي تړون کې دا خبره راغلې چې پر تهران به د وسلو بندیز د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر په ۱۸مه پای ته رسېږي.

هغه مهال امنیت شورا هم په خپل ۲۲۳۱م نمبر پرېکړه لیک کې دا موضوع تائید کړه.

امریکا بیا له وړاندې ګواښ کړی و که د ایران د وسلو بندیز تمدید نه شي دوی به پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه له سره ولګوي، هغه ګام چې د کارپوهانو په باور، امنیت شورا به له کړکېچ سره مخامخ کړي.

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفیرې کیلي کرفټ ویلي، د ۲۲۳۱م نمبر پرېکړه لیک له مخې امریکا دا حق لري چې د امنیت شورا د پخوانیو پرېکړه لیکونو مخه ونیسي.

نوموړې ویلي، امریکا به پر ایران د وسلو د بندیز په برخه کې خپلې هڅې ونه دروي.

روسیې، چین او د اروپا هغو هېوادونو چې له ایران سره یې اټومي تړون کې لاسلیکونه کړي، د امریکا دا ادعا تر پوښتنې لاندې راوستلې چې کولای شي د امنیت شورا د پخواني پرېکړه لیک مخه ونیسي.

د دغو هېوادونو په باور، امریکا ځکه له دې حق نه استفاده نه شي کولای چې دغه هېواد ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول له اټومي تړونه ووت او پر ایران یې له سره بندیزونه ولګول.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي بیا ویلي، که امریکا او امنیت شورا پر ایران بندیزونه ولګوي، نو دوی ورته نامحدود ځوابونه لري چې په خبره یې مسولیت به یې هم امریکا او د دې ګام نورو ملاتړ وته ورله غاړې وي.

XS
SM
MD
LG