د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

امریکا د ایران د اوسپنې پر سکټور بندیزونه وغځول 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا متحدو ایالتونو د ایران د اوسپنې پر سکټور بندیزونه وغځول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، دا بندیزونه یې د دې لپاره اعلان کړل چې ایران له دغه صنعت څخه د بالستیک توغندو په جوړولو کې کار اخلي.

د امریکا متحدو ایالتونو د ایران د اوسپنې پر صنعت بندیزونه وغځول، او ۲۲ نور مواد یې هم پرې ورزیات کړل.

دا اقدام امریکا ته لار پرانېزي چې هره هغه کمپنۍ یا شخص په تور لېست کې شامل کړي چې دا ډول مواد ایران ته لېږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دا اعلان پرون (پنجشنبه) په یوه بیان کې وکړ او دا اقدام یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ایران پر فلزونو د بندیز د پام وړ پراختیا وبلله.

پومپیو دغه راز ویلي، د ایران اتومي پروګرام، بالستیک او پوځي توغندي د نړیوال امنیت او سولې پرضد جدي ګواښ دي.

ښاغلي پامپیو همداراز وویل، پوره باوري دی چې د ایران سپاه پاسداران په ایران کې د اټومي هلوځلو یوه مهمه برخه په کنټرول کې لري.

د دې پرېکړې په نتیجه کې به هغه کسان چې په شعوري ډول د ګرافیت، ومو فلزونو یا نیم جوړ شویو فلزونو په شمول ځینې مواد ایران ته لېږدوي، په بندیزونو کې شامل شي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر په وینا، څرګنده شوې چې دا مواد د هغه ډول المونیم، چې د بالستیک توغندو لپاره پکار کېږي، د تولید لپاره مهم دي.

رویټرز خبري اژانس د سږ کال د جوزا په میاشت کې راپور ورکړی و چې جاجرم ښار ته نژدې د ایران د المونیم شرکت فابریکې د سپاه پاسداران په همږغۍ په پټه د توغندويي پروګرام لپاره د المونیم پوډر تولید کړي دي.

د المونیم پوډر د هغو انجینونو یا موتورونو د سونګ جامد مواد دي چې د توغندو د توغولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي.

د امریکا متحدو ایالتونو تر دې پخوا هم د ایران د اوسپنې پر سیکتور بندیزونه لګولي و چې له کبله یې د ایران عواید لږ شي.

په همدې لړ کې د امریکا د خزانې وزارت تېره میاشت د ایران د اوسپنې او پولادو د صنعتونو ۸ شرکتونه په تور لېست کې زیات کړي وو.

دغو شرکتونو د ایران له مبارکه شرکت سره ارتباط درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په عین حال کې د ملګروملتو د امنیت شورا له غړیو غواړي چې د ایران پر ضد د وسلو بندیز اوږد کړي.

امریکا له امنیت شورا رسماً غوښتي چې د اکټوبر په میاشت کې پر ایران د وسلو د بندیزونو د مودې تر پای ته رسېدو مخکې، د دغو تحریمونو موده اوږده کړي.

امریکا ویلي چې که د ایران پر ضد بندیزونه ونه غځول شي، منځنی ختیځ به بې ثباته شي.

روسیه او چین، چې په امنیت شورا کې د ویټو حق لري، تر دې دمه حاضر نه دی چې د بندیزونو موده اوږده شي.

XS
SM
MD
LG