د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

امریکا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا پر ایران د بندیزونو د تمدید غوښتنه وکړه


ارشیف، د ملګرو ملتونو امنیت شورا
ارشیف، د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا په کلکه وغوښتل چې پر ایران د وسلو د بندیز موده وغځوي.

ښاغلي پومپیو پرون سې شنبه «۲۰۲۰ کال د جون ۳۰» د امنیت شورا په غونډه کې چې د ایران د وسله‌والو بندیزونو پر اوږدولو د غور لپاره جوړه شوې وه، د ایران د بندیزونو پای ته رسېدا د ملګرو ملتونو له مسؤلیت سره خیانت وباله.

ده خبرداری ورکړ چې که پرېښودل شي چې د بندیز موده پای ته ورسېږي، په منځني ختیځ کې به بې‌ثباتۍ رامنځته شي.

د ایران پر ضد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیز د سږ کال په اکټوبر کې پای ته رسېږي.

پومپیو همداراز وویل: "یوازې زما یا د امریکا د متحده ایالاتو مه‌اورئ د سیمې د هېوادونو خبره واورئ. د اسرائیل، د خلیج، د منځني ختیځ د هغو هېوادونو چې د ایران له ډېر خطر سره مخامخ دي، خبره واورئ چې په یوه غږ یې کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

ده همداراز وویل، ایران له وړاندې څخه د وسلو د بندیزونو سرغړونه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو په رسمي ډول د امنیت شورا له ۱۵ غړو هېوادونو غوښتي چې د ایران پر ضد بندیزونه تمدید کړي.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲،۲۳۱ نمبر پرېکړه‌لیک پر اساس د ایران پر ضد بندیزونه په تدریحي ډول د اکټوبر له میاشتې نرمېږي.

دا بندیزونه په ۲۰۱۵ م کال د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ له اټمي موافقې وروسته تصویب شول.

روسیې او چین چې په امنیت شورا کې د ویتو حق لري، ویلي چې د ایران د بندیزونو د غځولو په اړه د امریکا له غوښتنې سره مخالف دي. دوی ویلي چې امریکا له قانوني نظره د ملګرو ملتونو بندیزونه تمدیدولی نه‌شي.

د امنیت شورا د سې شنبې د ورځې په غونډه کې د چین استازي ژانګ جون له ایران سره د نړیوالو قدرتونو اټمي موافقې ته په اشارې وویل، امریکا له دې تړونه له وتلو وروسته نور د دې موافقې غړې نه‌ګڼل کېږي او د دې تړون په اتکا د بندیزونو د اوږدولو حق نه‌لري.

امریکا په ۲۰۱۸ م کال له ایران سره له اټمي موافقې ووته او پر ایران د فشار راوستلو لپاره‌یې بندیزونه ولګول. د دې په وړاندې ایران په تدریجي ډول د یورانیمو په غني کولو پیل وکړ چې د اټمي موافقې د ژمنو خلاف کار دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف امنیت شورا ته وویل چې د وسلو د بندیز پای ته رسېدل د اټمي موافقې د ستاینې وړ برخه وه. په موافقه کې هر بدلون به د امنیت شورا د ۲،۲۳۱ تمبر پرېکړه‌لیک د بشپړ زیانمنېدو په معنی وي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، که امنیت شورا د ایران پر ضد بندیزونه ونه‌غځولی شي، تهران به روسي جنګي الوتکې رانیسي، اوبتلونه او جنګي بېړۍ به نوې کړي او دغه‌راز به د وسلې پر یوه بې‌کنټروله سوداګر بدل شي او د افغانستان، سوریې او ونزوئلا جګړو ته به وسلې برابروي.

XS
SM
MD
LG