د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

ایران د امریکا د ځانګړي استازي د استعفی خبر د خندا وړ وباله


براین هوک
براین هوک

ایراني چارواکو د ایران لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي د استعفی خبر د خندا وړ بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ایران لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي استعفی د خندا وړ بللې ده.

براین هوک د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اداره کې د ایران لپاره د امریکا د سیاستونو مشري هم کوله.

تهران سپینه ماڼۍ تورنه کړې، چې د ژوولو لپاره یې د خپلې خولې تر اندازې غټه ګوله یا مړۍ پورته کړې ده.

دا له ملنډو ډک الفاظ پرون جمعه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عباس موسوي د ټویټر په حساب کې خپاره شوي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د پنج شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل، چې براین هوک له دندې لیرې کېږي او پرځای یې بل ډیپلوماټ ایلیوټ ابرامز د لنډې مودې لپاره دا دنده پرمخ بیايي.

ایلیوټ ابرامز
ایلیوټ ابرامز

ابرامز مخکې د ونزویلا د مشرتابه د لیرې کېدو لپاره د ولسمشر ټرمپ د ادارې د هڅو مشري کړې ده.

د براین هوک د لیرې کېدو دلیل نه دی روښانه شوی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند موسوي په خپل ټویټ کې دا اقدام د خندا وړ بللی او لیکلي یې دي، چې د جان بولټن، براین هوک یا ایلیوت ابرامز ترمنځ کوم فرق نه شته.

جان بولټن د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار و.

موسوي لیکلي، امریکايي چارواکو تر خپلې خولې غټه ګوله پورته کړې ده، د مایک پومپیو، ډونالډ ټرمپ او راتلونکو مشرانو په اړه هم دا خبره صدق کوي.

د ایران لپاره د واشنګټن د ځانګړي استازي براین هوک د ناڅاپي استعفی خبر په داسې حال کې اعلان شو، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې اوونۍ پر ایران د وسلو د خرڅولو د بندیز پر تمدید رایه ورکړي.

هوک د ۲۰۱۸میلادي کال په اګست میاشت کې پر دې دنده ګمارل شوی و، دا وروسته له هغې چې واشنګټن اعلان وکړ، چې د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو له اټومي تړون څخه وځي.

د ۲۰۱۵میلادي کال د دغه اټومي تړون له مخې پر ایران لګول شوي سخت نړیوال بندیزونه کم شوي وو، په بدل کې یې ایران خپل اټومي پروګرام محدود کړی و.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دغه تړونه تر وتلو وروسته پر ایران فشارونه زیات کړي دي.

له سختو اقتصادي ستونزو سره- سره ایراني مشران تر اوسه د امریکا د فشارونو په وړاندې تسلیم شوي نه دي.

ایلیوت ابرامز چې اوس به د براین هوک پرځای د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی وي، په ۲۰۰۳میلادي کال د عراق په جګړه کې کلیدي عنصر ګڼل کېده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل، ابرامز سره له دې چې د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د پرځولو هڅو ته دوام ورکوي، په عین حال کې به د ایران د اړوندو چارو مسوولیت هم پرمخ بیايي.

XS
SM
MD
LG