د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

اشرف غني: که چېرې کرونا ژمي کې ادامه پیدا کړي ستونزې به زیاتې شي


د اقتصاد نړیوالې عمومي غونډې په نوښت غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ګډون
د اقتصاد نړیوالې عمومي غونډې په نوښت غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ګډون

د افغانستان ولسمشر وایي، تر وار له مخه اټکلونو د افغانانانو د کرونا تلفات کم دي ځکه چې کتلوي معافیت رامنځته شو او روغتیایي خدمتونه په وخت پیاوړي شول، خو محمد اشرف غني زیاته کړه چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله ښایي تر رسمي شمېرو څو چنده تلفات زیات وي.

د اقتصاد نړیوالې عمومي غونډې په نوښت د چهارشنبې په ورځ جوړې شوې غونډې ته ولسمشر غني د وېډیو کنفرانس له لارې وویل: "د رسمي شمېرو له مخې زموږ تلفات ۱،۴۴۶ دي او غیر رسمي ښایي ۷،۰۰۰ نور وي."

ولسمشر غني اندېښنه وښوده که چېرته د کرونا ویروس مثبتې پېښې په ژمي کې ادامه پیدا کړي ستونزې به زیاتې کړي.

افغان ولسمشر بیا وویل چې د کرونا ویروس خپرېدل یوه ناڅاپي پېښه وه چې له بده مرغه‌یې د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړ.

هغه زیاته کړه: "اوس دا ګواښ شته چې د ناروغۍ قوت به د ژمي په ترڅ کې پاتې شي که نه‌شي اغېز یې سخت دی ځکه چې موږ سږ کال د ۳،۵ فیصده اقتصادي ودې اټکل کاوه او اوس منفي پنځه فیصدو ته راښکته شوي یوو."

په افغانستان کې د کرونا لومړۍ مثبته پېښه تېر ژمی د فبروري په میاشت کې ثبت شوه.

د کابل په انتاني روغتون کې ډاکتر فریدالله عمري ازادي راډیو ته وویل چې راتلونکی ژمی د کرونا لپاره خطرناکه دی.

دی وايي: "کله چې هوا سړه شي سربېره پر دې چې د کرونا په وژونکې او خطرناکه ناروغۍ باندې خلک اخته کېږي، د دې ترڅنګ خلک له نورو ویروسي ناروغیو لکه انفلوانزا او تنفسي ناروغۍ سره مخامخېږي او خلک په دوبي کې په ګوښو ګوښو کوټو کې ویدېږي چې هوا سړه شي پنځه پنځه شپږ شپږ په یوه یوه کوټه کې ویده کېږي، نو که یو ناروغ وي نور ټول پرې اخته کېږي."

په کرونا اخته شوي کسان
په کرونا اخته شوي کسان

'کووېډ-۱۹' لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال د ژمي په درشل کې د چین په ووهان کې پيدا شوه او بیا یې د نړۍ څه باندې ۲۰۰ هېوادونو ته سرایت وکړ چې اوس نږدې ۳۲ میلیونه کسان په نړۍ کې په دې ناروغۍ اخته شوي او ټول تلفات‌یې تقریباً نهه لکه ۸۰ زرو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG