د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' روغتونونو مسؤلیت غیر دولتي مؤسسو ته وسپارل شو


ارشیف، بلخ کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره د روغتون خونه
ارشیف، بلخ کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره د روغتون خونه

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په پلازمېنه او ولایتونو کې د 'کووېډ-۱۹' روغتونونو مسؤلیت غیر دولتي مؤسسو ته وسپارل شو.

دغه وزارت اعلان کړی چې د غیر دولتي بنسټونو په مدیریت د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ درملنې او تشخیص ښې پایلې درلودې، نو له امله‌یې دا پرېکړه کړې چې د اړوند ټولو روغتونونو مدیریت دې همدې بنسټونو ته وسپارل شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۹» هرات کې خبریالانو ته وویل دا پرېکړه د افغانستان حکومت، نړیوال بانک او مرستندویو بنسټونو په هوکړه ترسره شوې او وزارت به د دوی له کارونو څارنه کوي.

ښاغلی عثماني زیاتوي: "په دې اړه چې موږ غیر دولتي مؤسسو ته دا مسؤلیت سپارلی، دا هوکره د افغانستان دولت، نړیوال بانک او مرستندویو بنسټونو په توافق ترسره شوی، د غیر دولتي مؤسسو له کړنو څخه څار او مالکیت د روغتیا وزارت په غاړه دی."

احمد جواد عثماني
احمد جواد عثماني

ښاغلي عثماني وویل، د دې روغتونونو لګښت د افغانستان حکومت له بودجې او نړیوالو مرستو له لارې څخه ورکول کېږي او یوازې د دغو روغتونونو د مدیریت چارې د تړون پر بنسټ غیر دولتي مؤسسو ته ورکول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند، نورالله تره‌کي د دې پرېکړې د و ضاحت په موخه ازادي راډیو ته وویل په ولایتونو کې د غیر دولتي سازمانونو د کار ښې پایلې د دې لامل شوې چې دا کار په پلازمېنه کابل کې هم وشي.

د ښاغلي تره‌کي په وینا په هغو ولایتونو کې چې دا چارې غیر دولتي بنسټونو او مؤسسو ته سپارل شوي اوسېدونکي یې راضي دي.

د بلخ او ننګرهار اوسېدونکي سمېع‌الله او حبیب په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "مخکې ستونزې وې، خو اوس‌یې د کندز 'کووېډ-۱۹' روغتون کې تشخیصي لابراتور جوړ کړی، دا یو سهولت دی، اوس خدمتونه ښه شوي دي، ډاکتران کولای شي په ښه توګه ناروغانو ته ورسېږي."

ارشیف، هرات کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره جوړ شوي روغتون کې ډاکتران
ارشیف، هرات کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره جوړ شوي روغتون کې ډاکتران

"ورور مې کرونا ناروغي لري، خو خدمتونه ډېر ښه دي، ډاکتران په سم وخت رسېدنه کوي او ستونزه نه‌شته."

خو دلیل څه دی چې خلک د دولتي سازمانونو په پرتله له غیر دولتي خوښ دي؟

د کف غیر دولتي مؤسسې مسؤل اشرف الهام چې کابل کې د افغان-جاپان روغتون د مدیریت مسؤلیت لري ازادي راډیو ته وویل: "د دې لپاره چې د روغتیا وزارت د تدارکاتو په برخه کې ستونزه درلوده او دا یوه ستونزمنه پروسه ده، اوس پيسې د نړیوال بانک له‌خوا تمویلېږي او دا پرېکړه د نړیوال بانک وه چې د 'کووېډ-۱۹' برخه انجوګانو ته وسپاري، ځکه چې انجوګانو کې تدارکاتي پروسه اسانه ده او کارونه ژر ترسره کېږي."

په کابل کې افغان-جاپان روغتون
په کابل کې افغان-جاپان روغتون

له دې وړاندې د 'کووېډ-۱۹' روغتونونو مسؤلیت د افغانستان روغتیا وزارت په غاړه و چې د دې روغتونونو فعالیت له نیوکو سره مخ و.

د کرونا ویروس ازمایښت کې ځنډ، د ازمایښت د تجهیزاتو کموالی، د اکسیجن کمبود او د 'کووېډ-۱۹' د روغتونونو کارکوونکو د حقوقو په ورکړه کې ځنډ د دولتي مدیریت عمده ستونزې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو اوونیو کې د روغتیا وزارت په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمېر کې د ډېروالي خبر ورکړی.

د دې وزارت د راپور پر بنسټ، تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۹۵ ازمایښت شویو پېښو ۲۲یې مثبتې ښودل شوي، خو د مړینې شمېره صفر ده.

XS
SM
MD
LG