د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

عثماني: غور کې د کویډ۱۹ سل بستریز روغتون جوړېږي


احمد جواد عثماني
احمد جواد عثماني

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماند غور ته تللی و او د کویډ۱۹ د سل بستریزه روغتون د جوړولو ژمنه یې کړې ده.

احمد جواد عثماني د جمعې په ماښام غور ته رسېدلی او هلته یې ژمنه کړې چې د کویډ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره دا روغتون په شپږو میاشتو کې جوړېږي.

هغه وویل: "د سل بستره روغتون تړون مې دوه اونۍ مخکې د جمهور رئیس او لومړي مرستیال په حضور کې د ملي پراختیا له شرکت سره لاسلیک کړ، په شپږو میاشتو کې روغتون جوړېږي."

د غور سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې یو لک کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

په غور کې د کویډ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره داسې وخت د روغتون د جوړولو ژمنه شوې چې هلته په کویډ د اخته کسانو شمېر نږدې ۵۳۰ تنو ته رسېدلی او له ډلې یې یوولس کسان مړه شوي دي.

په ټول افغانستان کې بیا نږدې نهه دېرش زره کسان کرونا ویروس نیولي چې له ډلې یې نږدې څوارلس نیم سوه تنه مړه دي.

XS
SM
MD
LG