د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

د ناروغانو د خوندیتوب نړیواله ورځ؛ ثریا: تر اوسه یواځې ډاکتر ته نه یم تللې


آرشیف
آرشیف

افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ناروغانو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري او له سرغړونکو سره به یې قانوني چلند وشي، خو یو شمېر ناروغان او د دوی خپلوان د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

ثریا هغه مېرمن ده چې د اخلاقي مسایلو او د ډاکترانو د نا سم چلند له امله نه غواړي یوازې ډاکتر ته ولاړه شي.

ثریا وايي، له خپل مېړه او یا هم کوچني زوی سره ډاکتر ته ځي.

هغه زیاتوي: "له عمر مې ۳۳ کاله اوړي، خو تراوسه یوازې ډاکتر ته نه یم تللې، یو دوه وارې چې مخکې تللې وم، له ډاکتر مې داسې څه واورېدل، چې اوس چې ځم مېړه، زوی او یا هم مور له ځان سره بیا یم، له ډاکترانو وېرېږم."

ډېری نارینه هم نه غواړي خپله ښځې او لوڼې یې یوازې ډاکترانو ته ولاړې شي، دوی وايي ټولنیز رواجونه او د ځینو ډاکترانو ناسم چلند دوی دې کار ته اړ باسي.

منیر چې په کابل کې د ښځو لپاره د رابعه بلخي په نوم روغتون ته له خپلې ښځې سره راغلی ازادي راډيو ته وايي: "له افغاني دود سره سم او د ځینو ډاکترانو ناسم چلند له امله هېڅکله هم خپله ښځه یوازې ډاکتر ته نه لېږم، ځکه چې ځینې کیسې مې اورېدلې، نو له همدې امله نه غواړم دوی دې یوازې ډاکتر ته ولاړې شي."

له ټاکلي حد زیات د درملو ورکړه او د ناروغانو د محرم اطلاعاتو نه خوندیتوب هم هغه موارد دي، چې ممکن د ناروغانو خوندیتوب یې له خطر سره مخ کړی وي.

آرشیف
آرشیف

ښایسته خان هغه ناروغ دی چې په دې برخه کې تجربه لري.

هغه زیاتوي: "داسې ډاکتران شته چې زیاته دوا لیکلي، څو ځله له دې مسئلې سره مخ شوی یم، حتی هغه دواګانې چې اړتیا یې نه وي هم یې لیکي، کله مې چې واخیستله، پنځه زره افغانۍ شوې."

خو د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت وايي، د ناروغانو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري او څوک چې د ناروغانو له خوندیتوب سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا ډېری روغتیايي کارکوونکي صادق دي، خو ممکن ځینې ستونزې هم مخ ته راشي.

اکمل سمسور
اکمل سمسور

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور ازادي راډیو ته وویل، وزارت په دې برخه کې ځانګړې پالیسي لري، چې له مخې یې مالي او اخلاقي فساد هېڅ د منلو نه دی.

هغه وايي: "موږ د اخلاقي او مالي فساد پر وړاندې یوه پالیسي لرو، دا په دې معنی ده، چې په وزارت کې مالي او اخلاقي فساد هېڅ دمنلو نه دی، که څوک ورباندې تورن شول، وزارت به یې په وړاندې اقدام وکړي، لومړی یې دنده ځنډول کېږي، وروسته یې قضیه طبي شورا او بیا عدلي او قضايي ارګانونه ته لېږل کېږي."

د ښاغلي سمسور په وینا تراوسه په وزارت کې له روغتیايي کارونکو کوم غیر اخلاقي شکایت نه دی ثبت شوی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه شان د ناورغانو محرم رازونه د روغتیايي خدمتونو بنیادي اصول بولي او وايي، چې د دغه وزارت په پالیسي کې په دې اړه ځانګړي موارد شته.

اکمل سمسور زیاتوي، د عامې روغتیا وزارت په دولتي او خصوصي روغتونو کې د ناروغانو د محرمو اسرارو د خوندیتوب څارنه کوي.

آرشیف، د هرات په لرې پرته سیمه کې یوه ناروغه ښځه ددرملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول کېږي
آرشیف، د هرات په لرې پرته سیمه کې یوه ناروغه ښځه ددرملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول کېږي

روغتیايي خدمتونو ته لاسرسمی د ناروغانو د خوندیتوب عمده موضوع ده، چې د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې اوس هم له ۳۰یا ۴۰ سلنه افغانان له یو ساعت زیات مزل وروسته روغتیايي مرکزونو ته ځان رسوي چې دا مسئله په لرې پرتو سیمو کې ناروغان د مرګ له ګواښ سره مخ کوي.

XS
SM
MD
LG