د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

په نړۍ کې پر روغتونونو او روغتیايي پرسونل د حملو په اړه د سره صلیب اندېښنې


د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، په تېرو دوو کلونو کې په ۱۶ هېوادونو کې پر روغتونونو او روغتیایي پرسونل څه باندې ۱۲۰۰ د تاوتریخوالي پېښې شوې دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر ییفس ډاکورډ تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته داسې مهال دا خبره کړې چې شااوخوا دوه کاله وړاندې ملګرو ملتونو یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ او په هغه کې د جګړو له ښکېلو خواوو غوښتل شوي وو چې د هغو کسانو خوندیتوب ته پام وکړي چې ناروغان او زخمیان تداوي کوي.

خو ډاکورډ ویلي چې د خبرو او عمل ترمنځ د پام وړ واټن شته.

نوموړي وویل په ۱۶ هېوادونو کې روغتیایي کارکوونکي وژل شوي، تښتول شوي یا ګواښ ورته شوی، د امبولانسونو مخه نیول شوې، روغتیایي تجهیزات ویجاړ شوي او پر روغتونونو بمبارۍ شوي او یا هم لوټ شوي دي.

خو لا هم د ډاکورډ په خبره د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک چې د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې تصویب شو، د وسله‌والو نښتو پر مهال د روغتیا پالنې په برخه کې د بشري نړیوالو قوانینو د لا ښه عملي کېدو په لاره کې یو مهم لومړنی ګام وو.

که څه هم د جګړو په سیمو کې د روغتونونو او روغتیایي کارکوونکو د خوندیتوب په اړه دغه لومړنی پرېکړه‌لیک پر ټولو هېوادونو غږ کوي چې پر صحي سکټور د برید کوونکو عاملین عدالت ته راولي، خو ظاهراً دا کار ډېر نه‌دی شوی.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر ویلي چې نه‌یوازې د جګړې ښکېلي خواوې بلکې ټولو هېوادونو ته اړینه ده چې د نړیوالو ژمنو ملاتړ وکړي او د روغتیایي چارو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

د سې شنبې په ورځ په جګړه‌ییزو سیمو کې د روغتیایي چارو د خوندیتوب نړیوالې ډلې په خپل پنځم راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۷ کال کې په ۲۳ هېوادونو کې پر روغتونونو، روغتیایي کارکوونکو، ناروغانو او امبولانسونو تر ۷۰۰ ډېر بریدونه شوي دي.

د دغه راپور له مخې ۲۵۲ بریدونه په سوریې، ۹۳ بریدونه د فلسطین په خاوره کې، ۶۶ په افغانستان، ۵۲ په مرکزي افریقا، ۳۷ په جنوبي سوډان، ۳۵ په عراق، ۲۴ په سمن، ۲۳ په نایجریا او ۲۰ بریدونه په کانګو کې شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په دې اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک ډېر اغېزمن نه‌دی تمام شوی او وروستۍ پېښي یې وېروونکې بللې دي.

د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې د سوریې ځواکونو تر ۱۰۰ ځله ډېر پر روغتونونو بمباري کړې او ویشتي یې دي.

د تېرې ورځې په راپور کې دا خبره شوې او زیاتوي چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې په هغه هېواد کې د بمباري شویو روغتونونو شمېر ۵۰۰ ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG