د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

بلخ پېښه کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او له سلو زیات ټپیان دي


په بلخ ولایت کې چارواکي وايي چې د جرمني پر قونسلګرۍ د موټر بم چاودنې په پایله کې ۷ تنه وژل شوي او له سلو ډېر ټپیان دي.

د بلخ ولایت د امنیې قومندان سید کمال سادات د جمعې په ورځ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته وویل چې د دولت مخالف وسله‎والو روسي کاماز چې انفجاري توکي په کې ځای پر ځای شوي وو، د جرمي قونسلګرۍ له دروازې سره وجنګاوه چې په پایله کې یې پنځه تنه ووژل او ۳۵ تنه نور ټپیان شول.

د بلخ امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي، دوه تنه په موټر سایکل سواره کسان د جمعې ورځې په سهار د جرمني ځواکونو له‎خوا هغه مهال د پېښې په سیمه کې په ډزو ووژل شول چې د امنیتي ځواکونو ګواښ ته یې پام ونه‎کړ.

قادري زیاته کړه:

"دوه تنه هغه مهال چې سهار وختي پر موټر سایکل سواره وو او د امنیتي ځواکونو اخطار او ګواښ ته یې پام ونه‎کړ، بهرنیانو له دې ورېرې چې انتحاري کسان نوي، پرې ډزې وکړي او ووژل شول."

د امنیت امر وايي چې د جمعې شپې بمي چاودنه دومره زوروره وه چې تر پنځه کیلو متر لیرې یې هم د خلکو د کورونو ښیښې نړولي دي او کسان یې ټپیان کړي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې دا حمله وغندله. له دې مخکې ولسمشر اشرف غني هم دا حمله غندلې وه.

د بلخ حوزوي روغتون سر طبیب ډاکتر نور محمد فیض وايي چې د ابو علي سینا او مولانا روغتونو ته د یادې بمي چاودنې له پېښې څخه ۱۲۹ تنه ټپیان لېږدول شوي دي.

د بلخ په حوزوي روغتون کې د یادې پېښې دوو تنو ټپیانو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زه په اتاق کې وم، د بم درز مې واورېد نور پرې پوه نه شوم، کله چې په هوښ راغلم بیا په روغتون کې وم او لاس مې په وینو ککړ او تړلی و.

-زما سره ملګري په خونه کې وو، کله چې بم غږ شو، ښیښې ونړېدې، زما یې ملا ژوبله کړه او د یوه بل ملګري مې سر ټپي شو، چې اوس دواړه روغتون کې یو، بم چاودنه ډېره وېرونکي او خطرناکه وه."

د یادې چاودنې په نتیجه کې ښځې او ماشومان هم ټپيان شوي دي، بهشته هغه ۵۰ کلنه مېرمن ده چې وايي، د چاودنې له امله یې خونې چت نړېدلی اود دوو ماشومانو په ګډون یې یوه خور هم ټپي کړې ده.

هغې زیاته کړه:

"زما خپل لاس ژوبل دی، د زوی مې سر ټپي شوی دی او د خور مې لاس او پښه ژوبل شوي دي، موږ ته دې انفجارهېڅ هم پرېنه‎ښودل کور مو په بل مخ دی هر څه لمنځه تللي."

باید یاده کړم چې طالب وسله والو د پېښو په لومړی شیبو کې د یادې چاودنې مسولیت ومانه، او ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي په یوه پیام کې رسنیو ته ویلي چې دا حمله یې د کندوز په جکړې کې د بهرني پوځیانو د بمبارۍ په غچ کې ترسره کړې ده.

مجیب الرحمن حبیب زی

پخواني:

په بلخ ولايت کې يو کس د جرمني پر قونسلګرۍ د تېرې شپې په حمله کې د لاس لرلو په تور نيول شوى دى.

د بلخ د امنيت امر جنرال عبدالرزاق قادري وايي چې د هغې موټر بم حملې په نتيجه کې څلور کسان وژل شوي دي.

د ده په وينا دوه نور کسان هغه وخت ووژل شول چې پر موټر سايکل د پېښې له ساحې د تېرېدو پر مهال يې د امنيتي ځواکونو د خبرداري اشارو ته پام ونه کړ او د جرمني پوځيانو په ډزو ووژل شول.

د بلخ د امنيت امر وايي، د تېرې شپې په حمله کې د لاس درلودلو په شک يې يو تن نيولى دى.

د دغه ولايت روغتيايي سرچينې وايي چې په پېښه کې ١٢٠ کسان ټپيان شوي او بېلابېلو روغتونو او روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

پخواني:

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د جرمني په قونسلګرۍ تېره شپه ناوخته په موټر بم حمله کې څلور کسان وژل شوي او تر ١٠٠ زيات نور ټپيان دي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند نن وويل، د دوى د قونسلګرۍ څه باندې ٢٠ کارکوونکو ته په حمله کې زيان نه دى رسېدلى او بل ځاى لېږدول شوي دي.

په بلخ کې د عامه نظم د پولیسو قومندان جنرال حسیب الله قریشي ازادي راډیو ته وویل د دولت وسله والو مخالفانو د جرمني د قونسلګرۍ په دروازه کې موټر بم حمله وکړه:

"وسله‌والو مخالفانو په مزارشریف ښار کې د جرمني قونسلګري په دروازه کې موټربم حمله کړې ده. په سیمه کې وضعیت د افغان او بهرنیو پوځیانو په کنټرول کې دی. د پېښې ټپيان ټول روغتون ته انتقال شوي دي."

ښاغلي قریشي وویل، په دې پېښه کې کوم جرمنی ډيپلوماټ نه دی ژوبل شوی.

د بلخ سرپرست والي عطامحمدنور دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

اخوا د بلخ د حوزوي روغتون رییس نورمحمد فیض ازادي راډیو ته وویل، دوی ته ۱۱۰ ټپيان او دوه مړي ور وړل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د دې حملې مسوولیت منلى او ادعا یې کړې چې په دې حمله کې یې چې د کندز د بمبارۍ په غچ کړې څو تنه بهرني ډيپلوماټان وژلي دي.

پخواني:

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د جرمني په قونسلګرۍ تېره شپه ناوخته په موټر بم حمله کې دوه تنه ملکیان وژل شوي دي.

په بلخ کې د عامه نظم د پولیسو قومندان جنرال حسیب الله قریشي ازادي راډیو ته وویل، وسله والو مخالفینو د جرمني د قونسلګرۍ په دروازه کې موټر بم حمله وکړه خو اوس وخت په سیمه کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

دی وايي:

"وسله والو مخالفینو مزارشریف ښار کې د جرمني قونسلګري په دروازه کې موټربم حمله کړې ده. دوه تنه هېوادوال مو شهیدان شوي او څو تنه نور هم ټپیان دي. په سیمه کې وضعیت د افغان او بهرنیو پوځیانو په کنټرول کې دی. د پېښې ټپيان ټول روغتون ته انتقال شوي دي."

ښاغلي قریشي وویل په دې پېښه کې کوم جرمنی ډپلوماټ نه دی ژوبل شوی.

ځینې ناتائید شوي رپوټونه وايي چې په دې پېښه کې زلمی یونسي چې په تاجکستان کې د افغانستان سفیر دی ټپي شوی دی.

د بلخ سرپرست والي عطامحمدنور دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې په څه باندې پنځوسو ټپیانو کې یولس ماشومان او څلور ښځې هم شاملې دي.

اخوا د بلخ د حوزوي روغتون رییس نورمحمدفیض ازادي راډیو ته وویل له پېښې نه دوی ته ۱۱۰ ټپيان او دوه مړي ور وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې په دې حمله کې یې چې د کندز د بمبارۍ په غچ کړې څو تنه بهرني ډپلوماټان وژلي دي.

پخواني:

د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي شېبه وړاندې په دغه ولایت کې د جرمني هېواد پر قونسلګرۍ وسله واله حمله شوې.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډيو ته وویل چې د قونسلګرۍ مخې ته لومړی یوه قوي موتر بم چاودنه رامنځته شوې او وروسته وسله واله نښته پیل شوې.

نوموړي زیاته کړه چې چاودنه ډېره قوي وه چې قونسلګرۍ ته د څېرمه ودانیو مارکېټونو ښيښې یې هم ماتي کړي دي.

فرهاد وویل چې د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي خو د جرمني د قونسلګرۍ امنیتي چارواکي چاته قونسلګرۍ ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

نوموړي په دې پېښه د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

په ورته وخت کې د بلخ امنیه قوماندان سیدکمال سادات ازادي راډیو ته وویل چې دوی د پېښې په ځای کې حضور لري او د قونسلګرۍ د ساتونکو لخوا هوايي ډزې کېږي.

بلخوا د بلخ د حوزوي روغتون مشر ډاکټر نور محمد فیض ازادي راډيو ته وویل چې دوی ته د پېښې له ځایه ۳۰ ټپيان او دوه تنه مړی وروړل شوی دی.

د ټپيانو او وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا حمله یې په کندز کې د وروستۍ بمبارۍ په غچ اخېستو کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د مرغومې میاشتې په ۱۴ مه نېټه په یاد ولایت کې د هند پر قونسلګرۍ هم وسله واله حمله شوې وه.

XS
SM
MD
LG