د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

ناټو او ملګروملتونوپه سوریه کې پر روغتونو او ښوونځیو حملې وغندلې


د ناټو یو شمېر غړو او د ملګرو ملتونو عمومي منشي په سوریه کې پر روغتونو او ښوونځیو پروني هوایي بریدونه چې په لسګونو کسان په کې ووژل شول، وغندل.

ترکيې هم د دغو حملو تور پر روسیې اچولی دی.

د کریملن ویاند ډیمیټري پیسکوف نن وویل چې روسي ځواکونه له دغو حملو سره هیڅ تړاونه لري او په دغه پېښه کې د معلوماتو اساسي سرچینه هغه رسمي بیانونه دي چې د سوریې د حکومت د استازېو له خوا ورکړل شوي.

ملګري ملتونه وایي، د سوریې په شمال کې لږ تر لږه په پنځو روغتیايي مرکزونو او دوو ښونځیو کې د ماشومانو په ګډون تر پنځوسو ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه حملې د حلب او ایدلیب په ولایتونو کې شوي دي.

دغه بمباري په داسې وخت کې کیږي چې په حلب کې د سوریي حکومتي ځواکونو د روسیې په هوایي ملاتړ تهاجمي عملیاتو ته زور ورکړی دی.

د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون دغه حملې وغندلې او هغه یې له نړېوال قانونه ښکاره سرغړونې وبللې.

بانکي مون وویل، دغه حملې د سوریې د پنځه کلنې کورنۍ جګړې د هواري پرهڅو سیوری غوړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، د حلب په لمنو کې د ملکیانو دوه روغتونونه چې یو یې د فرانسوي مرستندویه ټولنې د بې پولي ډاکټرانو پورې تړلی او یو بل په اعزار ښار کې بمبار شوي دي.

که څه هم د امریکا متحدو ایالتونو د دغو حملو پړه مستقیماً پر روسیې وانه چوله خو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دغه ډول اعمال د روسیې پر لیوالتیا او وړتیا چې دا هېواد به له دې سره مرسته وکړي چې پر خپلو خلکو د اسد د رژیم ظلمونو ته د پای ټکی کښیږدي، شکونه زیاتوي.

روسیې د تېرکال د سپټمبرد میاشتې له دیرشمې راهیسې د سوریې د ولسمشر بشاراسد د رژیم په ملاتړ هوایي بریدونه پیل کړي دي.

مسکو وایي، د اسلامي دولت یا داعش او نورې تروریستي ډلې په نښه کوي خو لویدیځ دولتونه وایي، د دې هېواد ډيرې حملې د اسد مخالفو معتدلو ډلو متمرکزې دي.

داسې ښکاري چې دغه پرونۍ حملې به په سوریه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د روسیې په ژمنو شکونه لا زیات کړي.

هغه اوربند چی د فبرورۍ په دولسمه په مونشن کې د سوریي د ملاتړې نړېوالې ډلې غړېو هېوادونو پرې موافقه کړې، روانه اوونۍ جاري شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل، پر یوه روغتون د قصدي بمباري دا ډول اعمال جنګي جنایت بلل کیږي او زیاته یې کړه چې د سوریې د رژیم او د هغه د ملاتړو له خوا پر روغتیایي مرکزونو حملې د نه منلو دي او باید سمدستي ودرول شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت بیا یو ګام مخکې اخیستی او روسیه یې د دغو حملو ګرمه بللې ده.

کریملن د پخوا په څیر دغه تورونه رد کړي او هغه یې بې اساسه بللي دي.

د کریملن ویاند پیسکوف وویل، له ترکیې سره اړیکې په یوه بحراني حالت کې دي او زیاته یې کړه چې روسیه له دې کبله خواشیني ده خودا روسیه نه ده چې دغه بحران یې زیږولی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې او د بې پولې ډاګټرانو ټولنې ویلي چې دغه حملې د روسې او سوریې الوتکو ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG