د بخښنې نړیوال سازمان (امنستي انټرنشنل) پر ایراني چارواکو تور پورې کړی چې د هغو کسانو پر حقیې سخت تېری کړی چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د رژیم پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې نیول شوي وو.
دې سازمان ویلي چې په نیول شویو او شکنجه شویو کسانو کې ماشومان او تنکي ځوانان هم شامل دي.
د بخښنې نړیوال سازمان نن (د سپټمبر په ۲مه) په نوي راپور کې ویلي هغه کسان چې په مظاهرو کې نیول شوي وو سخت شکنجه شوي، وهل شوي او برقي شوک یا ټکان ورکړل شوی دی.
دغه سازمان په دې نوي راپور کې ویلي چې زندانیان په اعدام وېرول شوي، واټربورد یا په اوبو شکنجه شوي، جنسي زور زیاتی ورسره شوی، په زور د کیمیاوي موادو استعمال ته مجبور شوي او له دوا او نورو صحي خدماتو محروم شوي دي.
دا راپور د (بشریت ځپل) تر عنوان لاندې خپور شوی او په ایران کې یې هغو بشري ضد جنایتونو ته کتنه کړې چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په نومبر میاشت کې او تر هغه وروسته له مظاهرهچیانو سره شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په هغو وېډیوګانو کې چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د نومبر په میاشت کې د رژیم ضد مظاهرو له جریانه اخیستل شوي، لیدل کېږي چې دایران امنیتي ځواکونه عمداً مظاهرهچیان وژني او هغوی زخمي کوي.
د بخښنې نړیوال سازمان لیکلي چې په قربانیانو کې حتی تر ۱۰ کلن پورې ماشومان شامل دي.
د دې سازمان په لیکنه، مظاهرهچیان او حتی هغه کسان چې د مظاهرو په شاوخوا کې لیدل کېدل، نیول شوي دي.
هغه کسان چې په مظاهرو کې زخمیان شوي له روغتونونو نیول شوي، د بشري حقونو مدافعان چې د دې کسانو د حق غوښتنهیې کوله او د اقلیت ډلو استازي، ژورنالېستان او حتی هغه کسان نیول شوي چې په مظاهرو کې د خپلو وژل شویو عزیزانو د فاتحې او جنازې لپاره راټول شوي وو.
دې سازمان په خپل راپور کې لیکلي چې د ایران استخباراتو، پولیسو، امنیتي ځواکونو او د محبسونو چارواکو د قاضیانو او څارنوالانو سره لاس یو کړی او پر بشري حقونو د سختو تېریو یوه سلسلهیې سرته رسولې ده.
نیول شویو کسانو ته حتی دا اجازه نهده ورکړل شوې چې وکیل ونیسي یا حقوقي مرسته واخلي.
د بخښنې نړیوال سازمان په دې نوي راپور کې ویلي چې زندانیان په زور په جرم اقرار ته مجبور شوي او د اعتراف د اخیستلو لپاره په اعدام وېرول شوي، واټربورد یا په اوبو شکنجه شوي، جنسي زور زیاتی ورسره شوی، په زور د کیمیاوي موادو استعمال ته مجبور شوي او له دوا او نورو صحي خدماتو محروم شوي دي.
دغه سازمان کې د شمالي افریقا او منځني ختيځ د برخې مرستیالې مشرې دینا الطحاوي ویلي چې په ایران کې د مظاهرو له جریانه په خپرو شویو وېډیوګانو کې وضعیت نړیوالو ته ټکان ورکړ، خو په زندانونو کې له نیول شویو مظاهرهچیانو او د هغوی د کورنیو له غړو سره د ایراني چارواکو ظلم او زیاتی د نړیوالو له نظره پټ ساتل شوی دی.
په ایران کې تېر کال په مني کې د تهران په ګډون په لویو ښارونو کې خلکو په ابتدا کې د تېلو او په بازار کې د نورو ضروري موادو د نرخ د لوړېدو پر ضد مظاهرې پیل کړې.
مظاهرې وروسته د رژیم پر ضد بدلې شوې او اول وار خلکو د ایران د ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي پر ضد شعارونه ورکړل.