د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

ایران کې د نومبر اعتراضونو په اړه له ملګرو ملتونو د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه


ایران کې د نومبر میاشتې اعتراضونه
ایران کې د نومبر میاشتې اعتراضونه

د بخښنې نړیوال سازمان له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په ایران کې د نومبر په میاشت کې د امنیتي ځواکونو له لوري د اعتراض کوونکو د وژلو په اړه تحقیقات وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، تر ۳۰۰ ډېرې داسې کورنۍ په ایران کې شته چې غړي یې د نومبر میاشتې د مظاهرو پر مهال وژل شوي دي، د عدالت غوښتلو په خاطر تر سخت حکومتي فشار او وېرې لاندې دي.

وروسته تر دې چې په ایران کې د تېلو بیې زیاتې شوې د نومبر په ۱۵مه مظاهرې پيل شوې چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.

ارشیف
ارشیف

د بخښني نړیوال سازمان د دې مظاهرو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو له لوري د ۳۰۴ تنو نارینه، ښځو او ماشومانو وژل ثبت کړي دي او وایي چې باور لري چې حقیقي شمېره ډېره لوړه ده.

دا سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی د چهارشنبې په ورځ وویل چې له نویو تحقیقاتو یو ځل بیا څرګنده شوې ده چې د دې ۳۰۴ تنو غوڅ اکثریت په غیر قانوني ډول د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د شویو څېړنو له مخې نږدې په ټولو مظاهرو کې، اعتراض کوونکو وسلې نه‌لرلې، دوی چاته ګواښ نه‌و پېښ کړی، خو د دوی پر ضد له داسې ځواکه استفاده وشوه چې ویې‌وژني.

په راپور کې دوو هغو استثنایي مواردو ته هم اشاره شوې ده چې د خوزستان په ماه شهر کې د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوې چې په دې کې د سپاه پاسداران یو تن او یو پولیس هم ووژل شول.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د منځني ختیخ او د افریقا د شمال د برخې مسؤل فیلیپ لوټر وویل، سره له دې چې د دې مظاهرو له ځپلو شپږ میاشتې تېرېږي د ایران حکومت لاهم د تلفاتو رسمي شمېرې نه‌دي خپرې کړي.

ښاغلي لوټر زیاته کړه چې د ځپل شویو او ویرجنو کورنۍ د حکومت له لوري له وېرولو او ځورولو سره سره د حقیقت د موندلو او د عدالت لپاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

فیلیپ لوټر
فیلیپ لوټر

لوټر بیا وویل، د دې لپاره چې د ایران حکومت له لوري د ځواب ورکولو امکانات نه‌لیدل کېږي، د بخښنې نړیوال سازمان له ملګرو ملتونو غواړي چې د دې وژنو په اړه تحقیقات وکړي.

د ایران امنیتي او استخباراتي ادارو د دې مظاهرو پر مهال د انټرنټ شبکه یو مخ قطع کړې وه. تهران د نورو سرچینو له لوري د دې مظاهرو په ترڅ کې د وژل شویو شمېرې له مبالغې ډکې ګڼي او وایي چې دا د لوېدیځ د مربوطو سرچینو له لوري خپرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG