د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

خامنه‌یي د 'تېلو د بیې زیاتېدو' په اړه د ایران حکومت له پرېکړې ملاتړ کوي


په ایران کې ولسي اعتراضونه
په ایران کې ولسي اعتراضونه

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي وايي، د تېلو د بیې د زیاتېدو په برخه کې د حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي.

د ایران حکومت د پنجشنبې په ورځ د یوه لیتر تېلو بیه له ۹ سنټو څخه ۱۲،۷ سنټو ته لوړه کړه او ویې‌ویل چې د هر شخصي موټر خاوند په میاشت کې یوازې ۶۰ لیتره پټرول رانیولی شي.

ایت‌الله علي خامنه‌یي د دې مظاهرو پر وړاندې په خپل لومړي غبرګون کې پرون (یکشنبه) وویل چې د حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي. هغه له امنیتي چارواکو هم وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپلې دندې عملي کړي.

ده په ایران کې د تېلو د بیې د لوړېدو په اعتراض کې د خلکو پر مظاهرو انتقاد وکړ.

خامنه‌یي دا انتقاد وروسته له هغه کوي چې د ایران په لسګونه ښارونو کې د جمعې له ورځې راهیسې مظاهرې پیل شوي او په ترڅ کې یې په سلګونه تنه نیول شوي او یو شمېر نور وژل شوي دي. راپورونه وايي چې د ایران په یو شمېر سیمو کې د پولیسو او مظاهره‌چیانو ترمنځ خونړی اخ‌وډب شوی دی.

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي
د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي

فارس نیمه دولتي خبري اژانس پرون (یکشنبه) راپور ورکړ چې د ایران په بېلابېلو برخو کې نږدې زر تنه د مظاهرو په خاطر نیول شوي دي.

خامنه‌یي د تېلو د بیو پر لوړېدو په اعتراض کې پر مظاهرو په خپل لومړني غبرګون کې وویل، سره له دې چې په دې برخه کې ډېر خبر نه‌دی، خو د حکومت د مشرانو د پرېکړې ملاتړ کوي او باید دا پرېکړه عملي شي.

هغه زیاته کړه: "ما وویل چې په دې قضیو خبر نه‌یم، خو که د درې ګونو قواوو مشران فیصله وکړي زه‌یې ملاتړ کوم. ما دا ویلي، ملاتړ یې هم کوم. د قواوو مشران دي، په خپل منځ کې سره کېناستل د خپل تخصص پر اساس‌یې د هېواد لپاره پرېکړه وکړه، باید پرېکړه‌یې تطبیق شي."

په همدې حال کې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا سفیر جان رکولتا پرون (یکشنبه) په دوبۍ کې له اسوشیټېډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې د ایران د مظاهرو په اړه وویل: "موږ د رژیم د بدلون غوښتونکي نه‌یوو، موږ به د ایران خلک پرېږدو چې د خپل راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه وکړي، خو د دوی راتلونکې دا ده چې د نړیوالې ټولنې یوه برخه واوسي. فکر کوم چې خلک ناهیلي دي، دوی ازادي غواړي، دوی غواړي چې د نړۍ ازاد بازارونه ورته پرانیستي وي. کوم انکشافات چې تاسې وینئ په دې معنی دي چې د ایران خلک حکومت ته وايي چې بدلون غواړي."

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایران د حکومت ضد معترضانو ته ویلي و چې امریکا به له دوی سره په څنګ کې وي.

د ایران مشر ایت‌الله خامنه‌یي د سیر جان په سیمه کې د جمعې په ورځ د یوه معترض وژنه تأیید کړې ده، خو پرون ناوخته د ایران یوه جګپوړي چارواکي اسدالله عباسي د تهران په شهریار سیمه کې د یوه تن وژل کېدل تأیید کړه.

ویل کېږي چې په کرمانشاه کې هم یو پولیس وژل شوی دی، خو غیر رسمي راپورونه وايي چې په اصفهان، بهبهان، کرمانشاه، کرج او شېراز کې لسګونه تنه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG