د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۱

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دوه لوړپوړي افغان چارواکي جریمه کړل

اسدالله خالد
اسدالله خالد

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په خپلو دوو بیلابېلو پرېکړو کې د افغانستان دفاع وزیر او د احصایې ملي ادارې رییس د کسر معاش غوښتنه کړې.

په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له ولسمشرۍ ماڼۍ او مالیې وزارت څخه د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او د احصايي ملي ادارې رئیس احمد جاوید رسولي د یو میاشت کسر معاش غوښتنه کړې.

د دې کمېسیون مشر عین الدین بهادري د سې شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، دغو بنسټونو یو شمېر رسنیو ته معلوماتو په ورکړه کې لازمه همکاري نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: "موږ نن دوه هغه بنسټونه چې د اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون څخه یې سر غړونه کړې تاسو ته در پېژنو، پژواک خبري اژانس د احصایي ملي ادارې څخه د اجمل احمدي د تذکرې په اړه معلوماتو غوښتې و خو شریک شوي نه دي، د معلوماتو نه شریکولو په صورت کې د افغانستان د احصایي ملي ادارې رئیس احمد جاوید احمدي د میزان میاشتې د کسر معاش وړاندیز کوو، د اطلاعاتو روز ورځپاڼې د شکایت پر بنسټ چې د ملي دفاع وزارت د اتو تدارکاتي پروژو د معلوماتو نه شریکولو په اړه یې کړی و وړاندیز کو چې د دې وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د میزان میاشتې کسر معاش شي."

عین الدین بهادري
عین الدین بهادري

ښاغلی بهادري وايي، که دواړو بنسټونو تر یوې اونۍ پورې د کمېسیون د دې پریکړو د عملي کېدو په اړه کمېسیون ته معلومات ورنه کړ یاد کمېسیون به خپل ورستي اقدامات د قانون له مخې تر لاس لاندې ونیسي.

نوموړي وايي، د دواړو بنسټونو د مشرانو د کسر معاش په اړه شوې پرېکړې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او مالیې وزارت ته استول شوی.

موږ هڅه وکړه د افغانستان دفاع وزارت او د احصایې ملي ادارې نظر په دې برخه کې واخلو خو دوی وویل چې وروسته به په دې اړه خپل دریځ څرګند کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزارت وايي، تر دا مهاله دې وزارت ته په دې تړاو هېڅ مکتوب هم نه دي رسیدلی.

د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د سې شبنې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "تر دا مهاله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هیڅ یو رسمي مکتوب موږ ته نه دی رارسېدلی، که راورسېږي هم موږ به د قانون او هغه طرز العملونه چې لرو د هغې مطابق به یې زموږ حقوقي کمېټې وڅېړي او له هغې وروسته به پرېکړه وکړو."

شمروز خان مسجدي
شمروز خان مسجدي

ښاغلي مسجدي وايي، مالیې وزارت که هر پرېکړه کوي د قانون مطابق به وي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون چارواکي ټینګار کوي چې د یو شمېر نورو ادارو شکایتونو ته هم له دې سره ثبت شوي او په نږدې راتلونکې کې به یې له رسنیو سره شریک کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG