د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

نن د پرانيستې حکومتولۍ د عمل په دوهم پلان کار پیلېږي


د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ مشر او د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت د ملي عمل ټولنې غړی سید اکرام افضلي
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ مشر او د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت د ملي عمل ټولنې غړی سید اکرام افضلي

د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت د ملي عمل ټولنه هڅه کوي چې د حکومت په جدي همکارۍ د حساب د ورکړې او شفافیت د پروګرامونو دوهم پلان پیل کړي.

خلکو ته د حکومت له خوا د حساب ورکړه، مدني مشارکت، اطلاعاتو ته لاسرسی او په حکومتولۍ کې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارول د پرانيستې حکومتولۍ مهم موارد ګڼل کېږي.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ رئيس او د دغې ټولنې غړي سید اکرام افضلي د چهارشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، نن د پرانيستې حکومتولۍ د عمل په دوهم پلان کار پیلېږي، هیله ده چې د حکومت له خوا عملي شي.

ده وویل: په مجموع کې د عمل لومړی پلان موثر نه و او موږ ترې راضي نه یوو، خو عدالت غوښتنې مو دوام وکړ او اوس خوښ یوو چې افغان حکومت ورته اماده ګې وښوده چې د خلکو له مختلفو ډلو سره په واقعي ستونزو بحث وکړي، د عمل دوهم پلان تر اوسه جوړ شوی نه دی او په ننني کنفرانس کې به یې جوړېدل پیل شي.

مخکې له دې حکومتي چارواکو ویلي وو چې د پرانیستې حکومتولۍ عملي پلانونه د حکومت د استازو او د مدني او نړیوالې ټولنو د غړو له خوا اماده شوي او جدي څارنه به یې وشي.

افغانستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د پرانیستې حکومتولۍ د مشارکت د سازمان غړیتوب ترلاسه کړ او په ۲۰۱۷ میلادي کال کې وتوانېد چې د خپلو ژمنو یوه ټولګه چې ۱۳ موارده په کې شامل دي، جوړه او په دې کلونو کې يې په عملي کېدو لاس پورې کړي.

په دغو ژمنو کې روغتیا، معارف، لوړې زده کړې، تدارکات، ښځې، جنسیت او نور موارد شامل دي چې هره برخه یې د یوې دولتي ادارې له خوا عملي کېږي.

په پام کې ده چې د عمل دوهم پلان په مرکز او ولایتونو کې له ګڼو بنسټونو په تېره د خلکو له بنسټونو سره په ګډه جوړ شي چې وتوانېږي د خلکو د اړتیا وړ مهم لومړیتوبونه په کې ځای کړي.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د پالېسۍ او څارنې مرستیال عبدالسبحان رووف وویل، د افغانستان حکومت د پرانیستې حکومتولۍ د مشارکت د اصولو پلي کولو ته ژمن دی او کومې تجربې يې چې له تېر دور نه زده کړي، په دوهم دور کې ترې ګټه واخلي.

له بلې خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون رئیس عین الدین بهادري چې په دغه ناسته کې حاضر و، وویل چې د عمل د دوهم پلان د پلي کېدو او شفافیت لپاره اطلاعاتو ته لاسرسی مهم دی.

ده زیاته کړه: بیا هم اطلاعاتو ته لاسرسی یوازنۍ وسیله ده چې تیارو او ناپېژندل شویو غږونو ته چې ممکن د فساد له امله د شفافیت بحث مطرح کړي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق دی چې کولی شي، د دغې پروسې د څرنګوالي د ښودلو لپاره وسیله وي.

د پرانيستې دولتدارۍ د ټولنې غړي وايي، که حکومت داځل په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، امکان لري چې افغانستان د مشارکت په سازمان کې د پرانېستې حکومتولۍ غړیتوب له لاسه وکړي.

XS
SM
MD
LG