د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د کورنیو چارو وزارت نوی حکم معلوماتو ته د لاسرسي د کمېسیون له خوا څېړل کېږي


آرشیف/ د افغانستان رسنۍ
آرشیف/ د افغانستان رسنۍ

په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کورنیو چارو وزارت هغه حکم څېړي چې له مخې يې د ټولو ولایتونو امنیه قوماندانان او د قوماندانۍ ویاندویان له رسنیو سره له خبرو منع شوي دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون امنیه قوماندانو او د پولیسو د مطبوعاتو امرینو ته د نوي حکم په غبرګون وايي، هېڅ دولتي اداره نشي کولای چې په فرد یا بنسټ محوري پالېسیو د بیان ازادي محدوده کړي.

د یاد کمېسیون رئیس عین الدین بهادري ازادي راډيو ته وویل، د قانون له مخې، هر هغه اقدام د زغملو نه دی چې معلومات او د بیان ازادي محدودوي.

د ده په وینا، د سیمه ییزو امنیتي بسټونو له خوا خبریالانو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه د شک فضا ته زمینې برابروي.

بهادري وايي، په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نوی حکم معلوماتو ته د لاسرسي د کمېسیون له خوا څېړل کېږي.

ده زیاته کړه:

"د کورنیو چارو له وزارته رسمي مکتوبونه غوښتل شوي، مونږ د داسې حکمونو د مطالعې غوښتنه کړې چې ویل کېږي، په یو نه یو ډول معلومات محدودوي، مونږ به دا حکم وڅېړو او بیا به يې کمېسیون په اړه رسمي دریځ اعلان کړي."

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خبریالان ډېر معلومات د پولیسو د سیمه ییزو چارواکو او یا د دوی له ویاندویانو تر لاسه کوي.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د چټکو اطلاعاتو او معلوماتو په خاطر د یوه حکم له مخې دولتي بنسټونه مکلف ګرځولي وو چې په دې برخه کې له خبریالانو سره مرسته وکړي.

د جمهور رئیس د هغه حکم له مخې چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د میزان په میاشت کې له رسنیو سره شریک شوی و، په مرکز او ولایتونو کې دولتي مسؤلین مکلف ګرځول شوي چې هره ورځ لږترلږه د ۱۵ دقیقو لپاره رسنیو ته تازه معلومات ورکړي.

له دې حکم سره سرهکه څه هم په ځينو مواردو کې خبریالانو معلوماتو ته د لاسرسي شکایتونه او انتقادونه کړي، خو امنیه قوماندانانو پر امنیتي موضوعاتو د بحث او مرکو تر څنګ وخت نا وخته خپلې لاسته راوړنې د خبري غونډو له لارې له خبریالانو سره شریکولې.

خو د کورنیو چارو وزارت د نوي حکم له مخې د ټولو پولیسو او منسوبینو خبرې له رسنیو سره منع ګرځول شوي دي.

د دغې حکم له مخې، د ولایتونو امنیي قوماندانان او د مطبوعاتو امرین حق نه لري چې لاسته راوړنې او یا خپل نظریات له رسنیو سره شریک کړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي
د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي

"په ډېرو مواردو کې داسې شوي چې د کومې حوزې امر یا کوم امنیه قوماندان په رسنیو کې خبرې کوي، خو په سیمه کې يې چاودنه شوې وي، د امنیه قوماندانانو د دندو د لایحې په هېڅ ځای کې نه دي راغلي چې د خپلې وظیفې تر څنګ دې په رسنیو کې هم خبرې وکړي، له دې وروسته به هر څوک د وظیفې د لایحې سره سم خپله دنده پر مخ وړي."

ښاغلی رحیمي وايي، له دې وروسته لاسته راوړنې او د اړتیا وړ معلومات د پولیسو د مطبوعاتو د امرینو له خوا دکورنیو چارو له وزارت سره شریک کیږي چې بیا خبریالان کولای شي چې د کورنیو چارو له وزارت سره اړیکې ونیسي.

خو اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون رئیس عین الدین بهادري وايي، د کورنیو چارو وزارت ویاندویان په یوه وخت په مرکز او ولایتونو کې ټولو خبریالانو ته د ځواب ورکولو وړتیا او وختنه لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG