د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

دانش: د سولې لپاره باید ارزښتونه په ځانګړي توګه د بیان ازادي قرباني نشي


د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وایي، د سولې لپاره باید نور ارزښتونه په ځانګړي توګه د بیان ازادي قرباني نشي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د بیان ازادي په هېواد کې د ټولو ارزښتونو او حقونو بنسټ جوړوي او په هېڅ صورت به پرې معامله ونشي.

ښاغلي دانش د يکشنبې په ورځ په کابل کې د حکومت د ۱۳۹۸ لمریز کال د اطلاع رسونې د پلان پېژندنې مراسمو ته وویل چې د بیان ازادي د حکومت لپاره سره کرښه ده او سوله یې د قرباني کېدو پلمه نشي جوړېدی.

ده وویل:

"موږ په دې باور یوو چې د بیان ازادي د ټولو ارزښتونو او نورو حقونو بنسټ دی، همدا وجه ده چې د حکومت رهبرۍ تل ویلي دي چې د بیان ازادي ورته سره کرښه ده او د هېڅ څه په وړاندې به یې معامله نه کړي، بل خوا سوله هم باید د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د بیان د ازادۍ او رسنیزو فعالیتونو د قرباني کېدو پلمه نشي."

ښاغلی دانش وایي، که د بیان ازادي تر پښو لاندې شي، نو په هېواد کې به يو ډول استبداد او دکتاتوري حاکمه شي چې په طبیعي ډول سوله به هم قرباني کړي او د تاوتریخوالي يوه نوې څپه به هم په الوتو کړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال د بیان د ازادۍ په برخه کې د حکومت په يو شمېر لاسته راوړنو هم رڼا واچوله او د ولسمشر د ویندوی د دفتر له خوا د ۱۳۹۸ لمریز کال د اطلاع رسونې د پلان جوړېدل یې ګټور وبلل، خو په عملي کېدو يې ټینګار وکړ.

بل خوا د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د دغه پلان د پېژندنې په لړ کې وویل چې د دغه پلان په عملي کېدو سره د حکومت، رسنیو او خلکو ترمنځ فاصله کمه او خلک به په ښه توګه د حکومت له فعالیتونو او پروګرامونو خبر شي.

ښاغلي چخانسوري وویل چې دغه يو کلن پلان د يو لړ ارزونو وروسته چمتو شوی چې په مرکز او ولایتونو کې به ټولو اړوندو ادارو ته د عملي کېدو لپاه وسپارل شي.

د ده په خبره، د اطلاع رسونې د پلان جوړولو دوه عمده هدفونه د اړیکو له لارې د حکومت د لومړیتوبونو بیانول او رسنیو او خلکو ته د معلوماتو رسونې په برخه کې ویندویانو او نورو اړوندو مسؤلینو ته د مسلکي چلند لارښوونه ده.

دا په داسې حال کې ده چې خبریالانو او رسنیو د حکومت د ویندویانو او نورو اړوندو مسؤلینو له خوا دوی ته په وخت سره د معلوماتو نه ورکولو له امله شکایتونه کړي او له حکومته یې غوښتي چې له رسنیو سره د معلوماتو په شریکولو کې لازمه همکاري وکړي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا حکومت د بیان د ازادۍ په ساتلو او خوندیتوب د دومره ټینګار سره رښتیا هم په هېواد کې د بیان ازادۍ ته ژمن پاتې شوی؟

ځواب یې د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې يا (نی) اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر داسې وايي:

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر

"موږ د ملي يووالي د حکومت پرمهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پراخېدو او وژنو شاهدان وو، دا شان د لسګونو رسنیو د تړل کېدو شاهدان هم وو، دا ښيي چې د دوی دا خبرې تر ډېره کمپایني بڼه لري، که د بیان ازادي دوی ته سره کرښه وای، ولې يې د خپل حکومت په تېره څلور کلنه دوره کې زیات کارونه ونه کړل."

ښاغلی خلوتګر که څه هم د حکومت له خوا د ۱۳۹۸ لمریز کال لپاره د اطلاع رسونې د پلان له جوړېدو هرکلی کوي، خو عملي کېدو ته یې د شک په سترګه ګوري.

دا په داسې حال کې ده چې په کاناډا کې د ډموکراسۍ او حقونو د مرکز د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي په ۱۰ غوره هېوادونو کې له ۱۵۰ امتیازونو د ۱۳۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړي مقام ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې افغان حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي پنځه کسیز کمېسیون د تشکیل د پراخېدو خبره هم کوي او وايي چې د دغه کمېسیون تشکیل به ۵۰ کسانو ته ورسېږي چې د مالیې وزارت یې د بودجې د تمویل ډاډ هم ورکړی دی.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG