د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

یونسکو: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مراعتول د افغانستان د پراختیا چارې منظموي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ او اقتصاد وزارتونو او په‎دې هېواد کې د یونسکو مسؤلین وايي، د افغانستان پایداره پراختیا، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون پلي کولو پورې اړه لري.

افغان او د نړیوالو خیریه مؤسسو مسؤلین په‎دې باور دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مراعتول او پر وخت‌يې پلي کول کولای شي چې د افغانستان د پایدارې پراختیا چارې منظمې او شفافې کړي او خلکو ته‌یې د څرنګوالي او عامه ګټو په هکله کره او ډاډمن معلومات ورکړي.

دوی دا خبرې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۵» په کابل کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ نړیوالې ورځې په مناسبت یوه کنفرانس کې وکړې.

د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل، د افغانستان د پایدارې پراختیا اکثره پروژې د دوی له‎خوا تنظیم او د دولت د اړوندو وزارتونو او کورنیو او بهرنیو مؤسسو له‎خوا پلي کېږي، له همدې امله دغه وزارت مکلف دی چې خلکو ته د دغو پروژو د ټولو جزئیاتو په اړه، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون له لارې بشپړ معلومات ورکړي.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور
د اقتصاد وزیر مصطفی مستور

مستور زیاته کړه:

"پایداره پراختیا له ۱۷ عمومي او ۱۶۹ ځانګړو هدفونو او له ۲۳۲ شاخصونو سره تعقیبېږي، افغانستان‌يې د پلي کولو لپاره له لومړۍ ورځې نه ژمن دی، دا پروګرام له ټولو اړخونو سره تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې تعقیبېږي. دوه ځانګړي هدفونه چې ورپورې اړه لري، د ملي قوانینو او نړیوالو هوکړو له مخې اطلاعاتو ته د عامو خلکو لاسرسی دی."

په پایدارو پراختیایي پروژو کې باید د خلکو مشارکت ته جدي پام وشي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال سید اقا فاضل سانچارکي وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي نوی قانون چې نافذ او په‎دې وروستیو کې وارزول شو، په نړۍ کې تر ټولو منظم او بشپړ قانون دی چې که د پلي کېدو لپاره‌یې اړوند بنسټونه پیاوړي شي، دولتي او غیر دولتي، کورني او بهرني ارګانونه به مکلف کړي چې د پایدارې پراختیا د پلانونو، تړونونو او پلي کولو په اړه، عامو خلکو ته اطلاعات ورسوي.

ده دا هم وویل، په‎دې وروستیو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د پلي کولو لپاره یو کمېسیون هم جوړ شوی چې کار يې پیل کړی دی.

سید اقا فاضل سانچارکي
سید اقا فاضل سانچارکي

"معلوماتو ته د لاسرسي د څار د کمېسیون" سرپرست سید اکرام افضلي وویل، په افغانستان کې اکثره پراختیايي پروژې د دې هېواد د خلکو د غوښتنو او اړتیا له پام کې نیولو پرته، پلان شوي او په غیر متوازنه توګه پلي شوي دي.

ده ټینګار وکړ چې په پایدارو پراختیایي پروژو کې باید د خلکو مشارکت ته جدي پام وشي.

افضلي زیاته کړه:

"پراختیا د خلکو حق دی، تاسو د پراختیايي پروژو د عملي کولو بهیر ولید، څو یې د خلکو په مشورو او غوښتنو جوړ شوي؟ قوانین جوړېږي، خو خلک خبر نه‎دي، دوی نه د افغانستان له وضعیته خبر دي او نه هم د خلکو له حالته، څه ګټه کوي چې مدني ټولنې نظر ورکوي؟ خو بیا هم حکومت هم هغه کار کوي چې زړه‌يې وي."

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

دا په‎داسې حال کې ده چې نړیوال اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق وېب‎سایټ څېړنې په‎دې وروستیو کې اعلان کړي چې د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۳۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی.

په کاناډا کې د ډموکراسۍ او حقونو د مرکز د راپور پر اساس، روان کال افغانستان د نړۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي په ۱۰ غوره هېوادونو کې له ۱۵۰ امتیازونو د ۱۳۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړي مقام ته رسېدلی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG