د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ د عمل پلان ګډه ناسته؛ پر سوله او امنیت بحث شوی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ د سولې پیوستون لپاره د عمل پلان ګډه دوهمه ناسته.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب وایي، دا ناسته چې په کابل کې جوړه شوه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د معینانو په کچه وه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او امنیت لپاره د باور فضا د رامنځته کولو په هدف جوړه شوې.

دا ناسته د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دغو دوو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیالانو میرویس ناب او سهیل محمود په مشرۍ جوړه شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب ازادي راډیو ته وویل، چې په دې ناسته کې دواړه لوري په افغانستان کې د سولې او امنیت په برخه کې پر همکاریو بحثونه کوي.

هغه زیاته کړه: "افغانستان ته د پاکستان د دغه لوړ پوړي پلاوي سفر او دغې ناسته ته د افغانستان له لوري هر اړخیز چمتوالی د دواړو هېوادنو له لوري د سولې د ټينګښت، د سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي او د سیمې د نښلولو په چارو کې د حسن نیت څرګندونه کوي."

ښاغلي تهذیب وویل په دې ناسته کې د افغانستان د سولې او امنیت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د کډوالو پر مسئله او سیاسي همکاریو خبرې وشوې.

دا ناسته د دویم ځل لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځ جوړ شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا ناستې په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل جوړېږي چې لومړی ځل په اسلام کې جوړه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره، په دې ناسته کې به پنځه کاري ډلې وي چې هره یوه به د تروریزم پر ضد د جګړې په اړه خبرې وکړي او په یاده برخه کې د ستونزو حل موندنه کوي خو دا چې روانه غونډه به څو ورځې دوام وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې ناستې څومره مهمې دي او د تېرو هغو پایلې څه وې د بهرنیو چارو وزارت یې په اړه څه نه دي ویلي.

دا چې د بهرنیو چارو وزارت یې په اړه زیات معلومات ورنه کړل.

خو د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وایي، د دغو ناستو او خبرو په عمل کې به تعقیبولو ټینګار کوي.

شینکۍ کړوخېل
شینکۍ کړوخېل

کړوخېل زیاته کړه: "د دغو خبرو اترو چې روانې دي د دې تعقیبې ناستې ډېرې مهمې دي، ځکه چې که موږ وغواړو او ونه غواړو پاکستان مو یو مهم او مستقیم ګاونډی هېواد دی او د افغانستان په ګڼو مسلو کې کولای شي کلیدي رول ولوبوي خو باید پاکستان ته قناعت ورکړل شي او دوی وهڅول شي، چې اړ شي په اړوندو مسایلو کې افغان حکومت او ولس سره پوره او رښتینې همکاري وکړي."

د مېرمن کړوخېل په خبره، افغان حکومت په ځانګړې ډولد بهرنیو چارو وزارت ته په کار ده چې د فعالو پالیسو او تګلاره له مخې نه یوازې له پاکستان بلکې له ټولو هغو هېوادونو سره چې کولای شي د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې همکاري وکړي داسې ناستې جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG