د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

افغان سفیر د پاکستاني پوځ له مشر سره د امن پلان پر عملي کېدو غږېدلی


په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي او د پاکستان او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امن او پیوستون د پلان پر عملي کېدو یې ورسره تفصیلي خبرې کړې دي.

افغان سفیر د پاکستاني پوځ له مشر سره تر هغې یو ورځ وروسته کتلي چې د افغانستان او پاکستان ډیپلوماتان بالاخره په څلورمه غونډه کې بریالي شول چې د سولې او پیوستون لپاره د دواړو هېوادونو د عمل ګډ پلان بشپړ کړي.

دا غونډه د دوشنبې په ورځ په اسلام‎اباد کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو حکمت خلیل کرزي او تهمینه جنجوعه په مشرۍ جوړه شوې وه.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال د پاکستاني پوځ له مشر سره تر لیدنې وروسته د سې شنبې په ورځ په خپلې ټویټرپاڼې په دې اړه لیکلي، چې:

"پر ځینو مهمو روانو مسایلو وغږېدو، په ځانګړې توګه دا چې په بل ګام کې تازه پای ته رسېدلی د امن او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان باید څنګه عملي شي؟"

د رسنیو د راپورنو له مخې، د پاکستاني پوځ له مشر سره د افغان سفیر دغه ناسته له هغې غونډې څو ساعته وروسته شوې چې د افغانستان، پاکستان او چین لوړپوړو چارواکو په‌کې ګډون وکړ او په افغانستان کې یې د امن د راتګ په اړه خبرې وکړې.

په دغې غونډه کې پر افغان سفیر سربېره په اسلام‌اباد کې د چین سفیر او د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه هم ګډون کړی و.

په دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ لیدنې کتنې ډېرې شوي چې په دې لړ کې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د تېرې میاشتې په لومړیو کې د کابل سفر هم کړی و او له افغان چارواکو سره‌یې په یو لړ مسایلو خبرې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه د دوه اړخیزو اړیکو د رغولو لپاره کابل ته سفر کړی و.

XS
SM
MD
LG