د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

زاخېلوال او باجوه د افغانستان او پاکستان په ځينو مسایلو غږېدلي


په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره لیدلي او په یو لړ مساېلو یې ورسره خبرې کړي.

ښاغلي زاخېلوال د پنجشنبې په ورځ په دې اړه پر خپلې ټوېټرپاڼې په یوه خپور کړي بیان کې ویلي چې له جنرال قمر جاوید باجوه سره یې په دغه لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر مهمو اړخونو تفصیلي خبرې کړې دي.

حضرت عمر زاخېلوال
حضرت عمر زاخېلوال

نوموړي په دې اړه ویلي:

"له جنرال باجوه سره مې د کابل پروسې د دوهمې غونډې او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو د تګ راتګ، د تجارتي مالونو په لېږد رالېږد او همداشان دواړو هېوادونو ته پر ورپېښو چېلنجونو او د خپلمنځي بې باورۍ د لېرې کولو خبرې کړې دي."

په پاکستان کې د افغانستان سفیر او ددې هېواد لپاره د افغانستان ځانګړي استازي په داسې وخت کې د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي چې افغان ولسمشر تېره اوونۍ په کابل کې د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې طالبانو ته بې قید او شرطه د خبرو اترو بلنه ورکړه چې پاکستان یې هرکلی وکړ.

خواجه محمد اصف
خواجه محمد اصف

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف، افغان طالبانو ته د افغان ولسمشر د خبرو اترو بلنه وستایله، ددې پرېکړې هرکلی یې وکړ او ویې ویل:

" د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې اترې په حقیقت کې د دوو سیاسي قواو ترمنځ خبرې دي چې ددې لپاره د ولسمشر غني طرحه ستايي او پاکستان یې ملاتړ کوي."

په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ خپلمنځي اړیکې ترینګلې شوې دي.

افغانستان او امریکا پر پاکستان تور لګوي چې پر خپله خاوره د حقاني شبکې په ګډون، هغو وسله والو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي چې په افغانستان کې پر افغان او امریکايي ځواکونه بریدونه کوي.

خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې پر خپله خاوره یې د وسله والو پر ضد عملیاتو کې د ټولو ترهګرو پرضد له توپیر پرته، یو ډول ګامونه پورته کړي او د هغوی نېټ‌ورک یې تباه کړی دی.

XS
SM
MD
LG