د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

واشنګټن ایګزمینر: په افغانستان کې د قرباني ملامتول به سوله رانه ولي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن ایګزمینر

په افغانستان کې د قرباني ملامتول به سوله رانه ولي- دا د واشنګټن ایګزمینر ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی.

لیکوال چې د امریکا د دفاع وزارت یو پخوانی چارواکی دی د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې ته یې له یو انتقادي لیدلوري څخه کتلي دي.

د بېلګې په توګه نوموړي ویلي، امریکايي چارواکو هڅه کړې افغان حکومت قرباني کړي او د طالبانو سره د خپل تړون نیمګړتیاوې پټې کړي.

د لیکنې لېکوال ادعا کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره چې د ده په وینا یې لاسونه په وینو سره دي لیدلي، خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یې په دې خاطر په تور لېست کې ځای کړی چې د افغانستان د سولې په بهیر کې یې د واشنګټن د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر چلند انتقاد کړی.

لیکوال پرته له دې چې شواهد او جزئیات وړاندې کړي زیاته کړې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس او د ولسمشرۍ اوسني لومړي مرستیال امرالله صالح ته ویزه نه ده ورکړې.

خپله حمدالله محب او امرالله صالح په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې لیکنه کې وړاندې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ ښايي د امریکا د تر ټولې اوږدې جګړې د پای ته رسولو غوښتونکی وي، خو لیکوال وړاندیز کړی، که چېرې ټرمپ په داسې کار کې بریالی شي، مهمه ده چې طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ کړی شي. په پای کې لیکوال وايي، طالبان باید ۲۲ افغان کوماندو سرتېري خوشې کړي چې د لیکوال په وینا هم یې د افغانستان او هم یې د امریکا دفاع کړې.

تر اوسه پورې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر نه دی بشپړ شوی، هغه څه چې طالبان یې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره شرط ګڼي.

حکومت او طالبان دواړه یو بل به دې بهیر کې د خنډ و ځنډ په رامنځ ته کولو تورنوي.

  • آنی نیوز

یو شمېر هندي رسنیو بیا په امریکا کې افغان هندوانو او سېکانو ته د پناه ورکولو په هڅو لیکنې خپرې کړې دي.

آنی نیوز پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې په امریکا کې د سېکانو ټولنې افغان سکانو ته د پناه ورکولو په اړه د امریکا په کانګرس کې د نوې وړاندې شوې طرحې هرکلی کړی.

د امریکا د استازو د جرګې یو غړي له خوا په وړاندیز شوې طرحه کې امریکا کې افغان سېکانو او هندوانو ته د پناه ورکولو ملاتړ شوی او تر څنګ یې په افغانستان کې پر دې مذهبي اقلیتونو بریدونه او ددوی سره زور زیاتی غندل شوی دی.

په لیکنه کې وړاندې ویل شوي، د امریکا په متحدو ایالتونو کې د سېکانو یو مشر هارپریت سنګ ساندو، د امریکا په کانګرس کې دا اقدام چې د افغان سکانو او هندوانو ژغورنه بلل شوې ستایلی او مننه یې کړې.

نژدې پنځه میاشتې مخکې داعش وسلوالې ډلې په کابل کې د سېکانو پر یو درمسال د برید مسئولیت ومانه.

په دې برید کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي وو.

هندوستان هم افغان سېکانو او هندوانو ته د هغوی د خوندیتوب په هدف دغه هېواد ته د کډه کېدو لپاره د ویزو ورکړه پیل کړې.

XS
SM
MD
LG