د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

د اروپايي ټولنې له تور نوملړه د افغان هوايي شرکتونو د ویستلو هڅې 


د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه

د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره وايي، د اروپايي ټولنې له تور نوملړه د افغان هوايي شرکتونو د ویستلو هڅه کوي.

د دې ادارې مشر محمد قاسم وفایي زاده د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د افغانستان هوايي برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی څو افغانې الوتکې نړیوالو هوايي ډګرونو ته لار پیدا کړي.

د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره وايي، افغان هوايي شرکتونه به ډېر ژر نړیوالو هوايي ډګرونو ته الوتنې وکړي.

د دې ادارې مشر محمد قاسم وفایي زاده د شنبې په ورځ کابل کې یوې خبرې ناستي ته وویل، د تېر کال د ایکو نړیوال سازمان د پلاوي له څېړنو وروسته هغه سپارښتنې چې د اروپايي ټولنې د تور نوملړ څخه د افغان هوايي شرکتونو د ویستلو په موخه ترسره شوې، تر ډېره عملي شوي دي.

محمد قاسم وفایي زاده
محمد قاسم وفایي زاده

هغه زیاته کړه: "زموږ همکارانو د معیار کولو او د ایکو نړیوال سازمان د پلاوي لخوا په ګوته شویو ستونزو د حل لپاره کار کړی او د هوايي چلند ملکي ادارې د تخنیکي حقوقي فعالیتونو لپاره د چهارچوب جوړونې لپاره هڅې شوې دي، د تخنیکي کدرونو د زده کړو لپاره برنامه جوړه شوې چې کرونا ویروس بندیزونو لرې کیدو سره به بهرني هېوادونو ته ولاړ شي."

که څه هم د اروپايي ټولنې تور نوملړ کې د افغان هوايي شرکتونو د شاملولو له لسو ډېر کلونه کېږي، خو د ایکو سازمان د پلاوي د تېر کال څېړنو اروپا ته د افغان هوايي شرکتونو بیاځلي پروزانو ته هيلې پیدا کړې دي.

د اروپایي ټولنې له نظره، د افغاني هوایی شرکتونو امنیتي خوندیتوب او د هوایي چلند د څار او کنټرول سیستم په نړیوال معیار برابر نه دي.

په ورته وخت کې د هوايي چلند پخوانی انجینر طلا محمد اتمانزی وايي، که څه هم د افغانستان ملکي هوايي چلند اوسنی رهبري هڅه کوي چې د اروپا لویې وچې ته افغانې الوتنې ترسره شي خو د الوتکو زوړوالی او د شرکتونو د ظرفیت ټیټوالی به بیا هم دا هڅې کمزوري کړي.

هغه زیاتوي: "له بده مرغه زموږ الوتکې زړې دي، موږ دوهم لاس الوتکې اخیستي دي، د مجبوریت پروازونه کوي، دا الوتکې به اوس هم په نړیوالو معیارونو نه وې برابري ، که دوی له تور نوملړه وباسل شي یا نه، موږ دا غواړو چې د افغانستان مجهز ملکي هوايي چلند جوړ شي."

اوسمهال افغان هوايي شرکتونه یوازې د عربي متحده ایالاتو، عربستان ،هند، ترکيې، پاکستان او یو شمېر نورو اسیايي هېوادونو ته د پرواز اجازه لري.

XS
SM
MD
LG