د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د کابل-ډېلي پروازونو له څو اوونیو راهیسې افغانانو ته سرخوږی جوړ کړی


ارشیف/ د نوې ډېلي-کابل ترمنځ د پروازونو د نقشې هغه عکس دی چې په تاریخ "۰۱.۰۳.۲۰۱۹" کې د هند په هوايي ډګر کې اخیستل شوی دی.
ارشیف/ د نوې ډېلي-کابل ترمنځ د پروازونو د نقشې هغه عکس دی چې په تاریخ "۰۱.۰۳.۲۰۱۹" کې د هند په هوايي ډګر کې اخیستل شوی دی.

د افغان ناروغ لرونکو او مسافرینو پر مخ د پاکستان د فضایي حریم بندېدل اندېښنې راپیدا کړې دي.

یو شمېر هغو افغانانو چې هند ته سفر کړی د لارې په اوږدو کې د ناروغانو له لاسه ورکولو او ګڼو نورو ستونزو کیسې کوي.

د پاکستان د هوايي حریم د بندېدو لامل د هند او پاکستان ترمنځ رامنځته شوې ستونزې په ګوته شوي.

هغه مسافرین چې پخوا د پاکستان له لارې په یو ساعت او ۴۰ دقیقو کې نوې ډېلي ته رسېدل، اوس د ایران له لارې په شپږو ساعتونو کې رسېږي.

آرشیف/ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر عکس چې ۲۰۱۷ میلادي کال کې اخیستل شوی
آرشیف/ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر عکس چې ۲۰۱۷ میلادي کال کې اخیستل شوی

۳۵ کلن جمشید وايي، د کاروبار لپاره په اوونۍ کې یو ځل اړ دی چې هند ته ولاړ شي، خو هغه د لارې په اوږدو کې د ستونزو په اړه ازادي راډیو ته خپله کیسه داسې بیان کړه:

"ما د لارې په اوږدو کې داسې کسان ولیدل چې د هند په هوايي ډګر کې پاتې وو او د ټکټ پیسې یې په پور اخیستې وې او د الوتکې په داخل کې د یو ناروغ ماشوم مړه کېدل مې په خپلو سترګو ولیدل چې د لارې د اوږدېدو له امله‌ مړ شو،که لار خلاصه وای، ممکن دا ماشوم اوس ژوندی وی."

د لارې د اوږدوالي تر څنګ یو شمېر ناروغ لرونکي د ټکټ اخیستلو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

۲۹ کلن فرهاد یو بل ځوان دی چې د ماشومې لور د درملنې لپاره هند ته تللی و، خو کابل ته د بېرته راتګ پر مهال په کراتو یې ټکټ بدل شوی او په ډېرو ستونزو رارسېدلی دی.

دی زیاتوي:

"لور مې د زړه ناروغي درلوده، په هند کې څو ځلې زما ټکټ کنسل شو، تاریخ به‌یې ورکاوه چې بله ورځ ورشم او بیا به چې ورتلم نو کنسل کېده، په ټوله کې افغانان هلته ګڼو ستونزو سره مخ دي."

په کابل کې یو شمېر ناروغ لرونکي غواړي خپل ناروغان هند ته انتقال کړي، خو د یادې ستونزې له امله بېرته په شا شوي دي.

۳۲ کلن شبیر احمد چې غوښتل‌یې خپل ناروغ هند ته ولېږدوي وايي، د لارې د اوږدوالي له امله نه‌دی توانېدلی.

بشیر احمد زیاتوي:

"د لارې د اوږدوالي وېره وه چې ناروغ مو په لاره کې له لاسه ورنه‌کړو."

شبیر احمد همدارنګه وايي، د تېر په پرتله د ټکټونو بیې لوړې شوي او اوس‌یې هر څوک د اخیستلو توان نه‌لري.

شکیب فضلي بیا د یو شرکت مسؤل دی چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې پر مسافرینو ټکټ پلوري؛ دی وايي، په تېرو څو اوونیو کې هند ته د ټکټونو خرڅلاو ډېر کم شوی دی.

ښاغلي فضلي زیاته کړه:

"پخوا مو چې میاشتني ټکټونه حسابول، ۱۰۰ سلنه ټکټونه به خرڅېدل، خو اوس یوازې ۴۰ سلنه خرڅېږي، دغې مسئله زموږ په کاروبار ناوړه اغېز کړی."

د پاکستان له فضا، له کابله تر نوې ډېلي او له نوې ډېلي نه تر کابله پر پروازونو هغه مهال بندیز ولګېد چې د تېر کال په حوت میاشت کې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوې.

دا مسئله د دې لامل شوه چې دغه پروازونه د ایران له لارې ترسره شي.

  • خو پوښتنه دا ده چې د ایران له لارې د شپږو ساعتونو په جریان کې ناروغانو ته څه چمتووالی په پام کې نیول شوی؟

د کابل اریانا هوايي شرکت اجرائیه رئیس منیر ایلیاد دا پوښتنه داسې ځوابوي:

"د دې لپاره زموږ د مېلمه پالونکو سوپروایزران او مېلمه پالونکو د ناروغانو د مراقبت په برخه کې روزنې ترلاسه کړي او په‌دې برخه کې ټول اصول په پام کې نیسي."

ارشیف، د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې عکس ۲۰۰۹ میلادي کال کې اخیستل شوی
ارشیف، د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې عکس ۲۰۰۹ میلادي کال کې اخیستل شوی

یو شمېر افغانان شکایت کوي چې هوايي شرکتونه له موقع څخه په ناوړه ګټې اخیستنې د ټکټونو بیې دوه برابره کړي.

خو د کام ایر خصوصي شرکت مرستیال سلیمان عمر دغو انتقادونو ته داسې ځواب وايي:

"موږ تر ډېره هڅه کړې ده چې د امکان تر کچې نرخونه وساتو، اوسني سیستم کې نوي تغییرات هم راغلي، خو لا هم دا زموږ د عملیاتي برخې لګښتونه نه‌شي پوره کولای."

یو شمېر هندي هوايي شرکتونو چې افغانستان ته تګ راتګ کاوه د تېرې اوونۍ په وروستیو کې افغانستان ته خپل پروازونه ودرول، خو د افغانستان د هوايي شرکتونو مسؤلان وايي، هغوی خلکو ته د ژمنتیا پر اساس فعالیت کوي.

د هوايي شرکتونو مسؤلین او خلک د پاکستان له لارې د هوايي پروازو په بیا پیلېدو ټینګار کوي.

هغه څه چې د هوايي چلند ادارې مسؤلینو په کراتو ډاډ ورکړی، خو لا هم ستونزه په خپل ځای پاتې ده.

دا ځل د افغانستان د هوايي چلند خپلواکې ادارې ویاند قاسم حلیمي په‌دې اړه وايي:

"دا ستونزه یوازې افغانستان پورې تړاو نه‌لري، بلکې د پاکستان هوايي حریم د ټولو هېوادونو پر مخ تړل شوی، خو موږ د ډيپلوماتیکو لارو نه دا مسئله تعقیبوو او له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې یو."

خو دا چې د پاکستان هوايي حریم به کله د کابل-نوې ډېلي د پروازونو پر مخ پرانیستل شي، راتلونکی وخت به‌یې روښانوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG