د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۰۸

د کابل ـ ډهلي پروازونه د ایران له فضا څخه پېل شول


د افغانستان هوايي شرکتونو د کابل ـ ډهلي پروازونه د ایران له فضا څخه پېل کړل.

له دې وړاندې د پاکستان له بندیز وروسته د افغانستان کام ایر هوايي شرکت هم د ایران له لارې له کابله نوي ډهلي ته څو پروازونه کړي دي.

د اریانا هوايي شرکت رئیس محمد نادر عمر د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ایران له لارې د کابل او نوي ډهلي ترمنځ هوايي واټن زیات وخت نیسي، ځکه د افغانستان الوتکې باید لومړی د ایران فضا ته داخل شي او له هغه وروسته د هند له بحر نه له تېرېدو وروسته د هند په فضا ورګډ شي.

د اریانا هوايي شرکت رئیس محمد نادر عمر
د اریانا هوايي شرکت رئیس محمد نادر عمر

​ښاغلي عمر زیاته کړه:

"موږ د ایران له لارې نن خپل لومړنی پرواز پېلوو خو واټن زیاتېږي او د الوتنې وخت په مراتبو ډېرېږي، کله مو چې د پاکستان له لارې پروازونه کول يو نیم ساعت وخت یې نیوه، خو له دې لارې شاوخوا پنځه ساعته وخت نیسي."

په‌دې وروستیو کې د اسلام‌اباد او نوي ډهلي ترمنځ د پوځي کړکېچ په زیاتېدو سره پاکستان د افغانستان د الوتکو پرمخ خپله فضايي لار تړلې ده.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې پاکستان د خپلې فضا له لارې هېڅ يوې الوتکې د هند په لور د تلو اجازه نه ورکوي.

د چهارشنبې په ورځ د کام ایر یوه الوتکه چې د هند په لور روانه وه، د پاکستان فضا ته له رسېدو سره‌ یې د تېرېدو اجازه ونه ‌موندله او بېرته کابل ته ستنه شوه.

زیات شمېر هېوادونو له ډلې یې ټای اېروېز، امارات، قطر اېروېز، اتحاد، فلای دُبۍ، سریلانکا اېروېز، اېر کاناډا او داسې نورو سترو هوايي شرکتونو خپل پروازونه پاکستان ته ځنډولي دي.

د ډهلي هوايي ډګر
د ډهلي هوايي ډګر

د سنګارپور ایرفلوټ او فاین ایر هوايي شرکتونه چې الوتکې یې د پاکستان له فضا څخه تېرېږي خپل پروازونه درولي دي.

اوس چې د افغانستان هوايي شرکتونو د ایران فضا د بدیلې لارې په توګه ټاکلی د ټکټونو په بیو کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی.

د اریانا هوايي شرکت رئیس محمد نادر عمر وايي، پخوا له کابله نوي ډهلي ته يو طرفه ټکټ ۱۶۰ ډالره و چې اوس یې بیه له ۳۰۰ ډالرو پورته شوې ده.

بل‌خوا د کابل ـ ډهلي پروازونو کې د ځنډ له امله زیات شمېر مسافرین د هند په هوايي میدانونو کې دی ته په انتظار پاتې دي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

نوم وتې سندرغاړې اریانا سعید هم يو له همدغو مسافرینو څخه ده چې په سفر کې یې دوه ورځې ځنډ راغلی دی.

د اغلې اریانا سعید د خپرونو مدیر حسیب سائد ازادي راډیو ته وویل:

د اغلې اریانا سعید د خپرونو مدیر حسیب سائد
د اغلې اریانا سعید د خپرونو مدیر حسیب سائد

"ډاډه هغه کسان چې د افغان ستوري خپرونه ګوري، متوجه شوي به وي چې د دې اوونۍ په خپرونه کې اریانا سعید نه‌وه، موږ باید چهارشنبې کابل ته بېرته راستانه شوی وای، ځکه چې د پنجشبې په ورځ مو د خپرونې ثبت درلود، زیات کوښښ مو وکړ، ان ومو غوښتل چې له ډهلي نه دُبۍ ته لاړ شو او له هغه ځایه کابل ته راشو، خو د اماراتو هغه الوتکې چې د پاکستان له فضا نه تېرېږي خپل پروازونه یې لغوه کړي وو."

خو د افغانستان د هوايي شرکتونو مسوولین وايي، تر هغې پورې چې د پاکستان د فضا له لارې بېرته پروازونه پېلېږي، هڅه کوي چې د يوه ټاکلي مهال‌وېش له مخې له کابله نوي ډهلي ته پروازونه وشي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG