د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

هوايي چلند اداره: راتلونکی کال به نوي سيمه‌ییز هوایي ډګرونه جوړ شي


د افغانستان د ملکي هوايی چلند اداره وايي، پلان لري چې په راتلونکي کال کې د هیواد په ځینو ولایتونو کې شته سیمه‌ییز هوايي ډګرونه ترمیم، د سیمه‌ییزو پروازونو لپاره‌یې چمتو او په یو شمیر نورو کې نوي سیمه‌ییز هوايي ډګرونه جوړ کړي.

دغه اداره د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه‌ییزو هوايي ډګرونو ترمیمول، د رن ‎وې پخول او پراخول، په ځینو ولایتونو کې د نویو سیمه‌ییزو هوايي ډګرونو جوړول، په پرمختللو تخنیکي وسایلو د شته هوايي ډګرونو تجهیزول، د ځینو هوايي ډګرونو د ترمینلونو ودانول، د زېربناوو جوړول او داسې نور، هغه پراختیايي پروژې په خپلو راتلونکو پراختیايي پروژو کې شاملې ګڼي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مرستیال قاسم وفايي‎زاده د دوشنبې په ورځ کابل کې د دې ادارې د تېر کال د فعالیتونو د بیانولو په یوې غونډه کې خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې د هېواد د ملکي هوايي چلند فعالیتونه به په راتلونکي کال کې د مسافرو او سوداګرو ستونزې کمې کړي.

ښاغلي وفايي‎زاده ځینو ولایتونو کې د سیمه‌ییزو او معیاري هوايي ډګرونو د جوړولو په هکله وویل:

"د اوو سیمه‌ییزو هوايي ډګرونو عیارول چې د فراه، کندز، میمنې، زابل، نیمروز،خوست او تخار د ولایتونو هوايي ډګرونه په‌کې شامل دي او همدارنګه د خوست، نیمروز او فراه د هوايي ډګرونو د ترمینلونو جوړول او د جلال‎اباد د هوايي ډګر د نوې ساحې د تخنیکې سروې کول دي."

ده وویل، په راتلونکي کال کې د ډایکندي ولایت د نوي هوايي ډګر جوړول او د جاغوري د هوايي ډګر «رن‎ وې» له ۷۰۰ مترو څخه ۱۱۵۰ ته اوږدول، د افغانستان د هوايي چلند ادارې نوې پراختیايي پروژې دي.

د افغانستان ملکي هوايي چلند د مسؤلینو د معلوماتو له مخې اوس د هېواد ملکي هوايي حریم په بشپړه توګه د حکومت په واک کې دی او هر کال شااوخوا ۸۳۰۰۰ پروازونه پر همدغه فضايي حریم ترسره کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دې ولایتونو مسافر ډېر ځله د پروازونو پر مهال د یو منظم سیسټم له نشتوالي شکایت کوي.

د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون غړی موسی خان نصرت د افغانستان د ملکي هوايي چلند فعالیتونه ستايي خو وايي چې په اوسنیو شرایطو کې په لویو لارو کې امنیتي ستونزو ته په کتو سره په کار ده چې ملکي هوايي چلند خپلې الوتکې زیاتې کړي.
ښاغلي نصرت زیاته کړه:

"د هوايي چلند برخه کې یو څه پرمختګونه شوي دي، خو نیمګړتیاوې بیاهم شته، د پروازونو بیې لوړې او پروازونه منظم نه‎دي، نو په دې برخه کې باید زیات کار وشي. ځکه چې په ځمکنیو سفرونو کې له ترافیکې ستونزو څخه امنیتي زیاتې دي."

د افغانستان ملکي هوايي چلند د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په افغانستان کې درې کورني "کام ایر، صافي او اریانا" او ۱۰ بهرني هوايي شرکتونه فعالیت لري.

له یوه ولایته بل ته تلونکو مسافرو ډېر ځله انتقادونه کړي چې د پروازونو وختونه، د مسافرو د مالونو ساتنه او هوايي سیسټمونه تر اوسه هم منظم نه‎دي.

د افغان ملکي هوايي چلند اداره وايي، د دغو ټولو ستونزو اواري ته تدابیر نیول شوي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG