د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

له تور لیسته د افغان هوايي شرکتونو د را ایستو هڅې


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، هڅې یې پیل کړی، څو افغان هوايی شرکتونه له تورلیست نه و ایستل شي.

د ډسمبر ۷ د ملکي هوايي چلند له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره وايي، دا ورځ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې هم ونمانځل شوه.

د دغې ادارې د مطبوعاتو غړي شیرشاه شریفي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل له تورلیست نه د افغان هوايي شرکتونه د ایستلو چارې یې پیل کړې.

هغه وايي: "د نړیوالې هوانوردۍ سازمان له لوري د ډسمبر په دویمه یو تفتیش پیل شوی، چې همدې میاشتې ۱۹ به دوام وکړي، هدف یې له تورلیست نه د افغان هوايي شرکتونو اریانا او کام ایر د ایستلو مساله څېړل دي، د افغانستان هڅه دادی چې دغه شرکتونه له تورلیست نه ژر ویستل شي."

د ملکي هوايي چلند اداره وايي، چې دا مهال یوازې افغان هوايي شرکتونه انقرې، استنبول، دوبۍ هند او یو شمېر نورو هېواونو ته پروازونه لري.

د دغې ادارې چارواکي زیاتوي، چې په راتلونکي پسرلي کې به د اریانا افغان هوايي شرکت په اډانه کې، باختر هوايي شرکت هم فعالیت پیل کړي.

شیرشاه شریفي وايي، چې په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان هوايي حریم ۳۰۰ الوتکې تګ راتګ کوي، چې په هر پرواز افغانستان ته ۷۰۰ ډالره ټکس راځي.

افغان حکومت وايي، چې د هوايي حریم د بیې د لوړلو لپاره دوه اونۍ وړاندې افغان پلاوی دوبۍ ته تللی و، او نړیوالۍ هوانوردۍ له سازمان سره په دې اړه خبرې کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به دغه بیا۹۵۰ امریکايي ډالرو ته لوړه شي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو افغان کارپوهان له تورلیست نه د افغان هوايي شرکتونو او هوايي حریم فیس لوړېدل ښه زیر بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالقادر جیلاني د عوایدو راټولو په سم مدیریت ټینګار کوي.

جیلاني وویل: "حکومت نه یوازې عوایدو راټولو لپاره دې یو منظم سیسټم رامنځ ته کړي، بلکې د ښه مدیریت لپاره دې مسلکي او وړ کسان په دنده وګماري."

ښاغلي جیلاني وايي، افغان هوايي شرکتونه باید نړیوال معیارونه مراعت کړي، چې له تورلست نه د ممکنه وتنې ورسته دغه شرکتونه یوځل بیا تورلست ته ولاړ نه شي.

افغان هوايي شرکتونه په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په تورلیست کې شامل او اورپا ته له پرواز کولو منع شول.

XS
SM
MD
LG