د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

افغان هوايي شرکتونو کې د ښځو دندې له خطر سره مخ دي


کام‌ایر
کام‌ایر

د کرونا ویروس په خپرېدو په افغانستان کې د هوايي چلند شرکتونه د تړل کېدو له خطر سره مخ دي.

که دا شرکتونه وتړل شي، نو ګڼې هغه افغان ښځې به دندې له لاسه ورکړي چې په دې شرکتونو کې کار کوي.

د روېټرز خبري اژانس په وینا د اریانا افغان هوايي شرکت په سلو کې ۳۰ کارمندانې ښځې دي او د کام‌ایر هوايي شرکت هم ۱۰۶ تنه مېرمنې استخدام کړي.

د کام‌ایر هوايي شرکت کارکوونکې ۲۳ کلنې شګوفې حیدري مخکې د اوونۍ شپږ ورځې په افغانستان کې دننه او بهر د استانبول، اسلام‌اباد او نوې ډېلي ښارونو ته الوتنې کولې.

روېټرز خبري اژانس وايي، اوس چې سیمه او نړۍ د کرونا ویروس نیولې، د کام‌ایر هوايي شرکت دا افغانه کارکوونکې ډېرې کمې الوتنې کوي. ډېرې همکارانې یې مأیوسه شوي او د کام‌ایر هوايي شرکت چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي له دندو لیرې شي.

د روېټرز خبري اژانس په وینا، په نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو نړیوال هوايي شرکتونه له ستونزو سره مخ کړي، خو په افغانستان کې که هوايي شرکتونه وتړل شي دا به خپله د شرکتونه سربېره د یو شمېر ښځینه کارکوونکو په زیان هم تمام شي.

په افغانستان کې د هوايي چلند شرکتونه د ګوتو په شمېر ځایونو څخه دي چې د ښځو لپاره په‌کې د کار کولو شرایط برابر دي.

ارشیف
ارشیف

شګوفه حیدري چې په ۲۰ کلنۍ کې یې د الوتکې د مېلمه‌پالې دنده ترلاسه کړه وايي دا د لوړ همت لرونکو او ځوان نجونو په ژوند کې د بدلون لپاره یو مهم کاري فرصت دی.

اغلې حیدري د روېټرز خبري اژانس ته ویلي، د الوتکې د مېلمه‌پالې په توګه دنده له هیجان او لوړو ژورو ډک یو کار دی.

کله چې په ۲۰۰۱ م کال کې د طالبانو نظام ړنګ شو، په افغانستان کې د ښځو د ژوند وضعیت بهتره شو، ځکه طالبانو ښځې له کار او زده‌کړو منعه کړې او په کورونو کېنولې وې.

په افغانستان کې د هوايي چلند شرکتونو په بېلابېلو پوستونو ښځې ګمارلې دي. د اریانا افغان هوايي شرکت د ۵۸۰ تنو کارکوونکو په سلو کې ۳۰ یې ښځې دي. په خصوصي هوايي شرکتونو کې لکه کام‌ایر کې هم افغان ښځې د مېلمه‌پالو په توګه او یا هم په نورو دندو ګمارل شوې دي.

سلیمان عمر چې د کام‌ایر هوايي شرکت له چارواکو یو تن دی، د روېټرز خبري اژانس ته‌یې ویلي، دې شرکت تل هڅه کړې چې ښځو ته ډېر کاري فرصتونه برابر کړي.

خو تر اوسه هم په افغانستان کې د نارینه‌وو پرتله په کارونو او دندو کې د ښځو ونډه ډېره کمه ده. په ۲۰۱۸ م کال کې ګالوپ بنسټ د شمېرو له مخې د افغانستان په سلو کې ۶۷ ښځې له کوره بهر کار نه‌کوي.

د اریانا هوايي شرکت
د اریانا هوايي شرکت

هغه ښځې چې له کوره بهر کار کوي وايي، له تاوتریخوالي او ځورونو سره مخ دي.

ډېرې ښځې له دې پلوه هم اندېښمنې دي چې که طالبان بیا د افغانستان د سیاسي واک په وېش کې برخه ترلاسه کړي، ښايي وضعیت تر دې هم خراب شي.

خو طالبان وايي، دوی اوس بدلون کړی او ښځو ته به اجازه ورکړي چې له کوره بهر کار او زده‌کړې وکړای شي، خو ډېرې مېرمنې په دې اړه شک لري.

XS
SM
MD
LG