د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

برازیل کې هره ورځ نږدې ۱۰۰۰ کسان د کرونا ویروس له امله مري


ارشیف
ارشیف

برازیل دویم هېواد شو چې د کویډ۱۹ ناروغۍ له کبله په کې د مړینې شمېر له یو لکو واوښت.

د سویلي امریکا په دغه هېواد کې تر اوسه څه باندې درې میلیونه کسان په کرونا اخته شوي دي.

برازیل کې له تېرو نژدې دوه نیمو میاشتو راهیسې هره ورځ په اوسط ډول زر کسان د کویډ۱۹ ناروغۍ له کبله مري.

د سویلي امریکا دغه هېواد چې ۲۱۰ میلیونه نفوس لري، پرون د اګست په اتمه د مړینې ۹۰۵ پېښې ثبت کړې.

برازیل کې پرون د (ریو ډي پاز) په نوم یوه نادولتي بنسټ د کرونا د قربانیانو یاد ته درناوی وکړ او د کوپاکبانا سمندر غاړې کې یې زر سرې پوکاڼې هوا ته پورته کړې.

امریکا بیا د کرونا ویروس د پېښو او له دې کبله د مړینې د شمېر له اړخه تر برازیل مخکې دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې متحده ایالتونو کې تېرو پنځو میاشتو کې نژدې پنځه میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې ۱۶۲ زره کسان مړه شوي دي.

تر امریکا او برازیل وروسته بیا مکسیکو دریم هېواد دی چې کرونا ډېر کسان په کې مړه کړي.

دغلته نژدې نیم میلیون کسان پرې اخته شوي او څه باندې دوه پنځوس زره ترې مړه شوي دي.

په هند کې بیا له دوه میلیونو ډېر کسان کرونا نیولي او څه باندې دوه څلویښت نیم زره کسان یې مړه کړي دي.

هند کې کرونا ویروس له دوه میلیونه ډېر کسان نیولي.
هند کې کرونا ویروس له دوه میلیونه ډېر کسان نیولي.

په سویلي افریقا کې چې له نژدې پنځه میاشتو وروسته د فوټبال لوبې بیرته پيلېږي، څه باندې لس زره کسان کویډ۱۹ ناروغۍ مړه کړي دي.

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې بیا د کرونا د پېښو له زیاتوالي سره سر له سبا د ګڼې ګوڼې په ډکو ځایونو او سیلاني سیمو کې د ماسک بندول جبري شول.

د فرانسې د پولیسو خبرپاڼه کې راغلي چې د سیان سیند پر غاړه او د پاریس په څه باندې سلو سړکونو کې ګرځېدونکو کسانو باندې چې له یولس کلونو پورته عمر لري، د ماسک بندول جبري دي.

نیوزیلنډ بیا دې برخه کې ښه خبر لري او هغه داچې له تېرو سلو ورځو راهیسې دغه هېواد کې د کرونا هیڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د جان هاپکنز پوهنتون وروستۍ شمېرې ښيي چې د نړۍ په کچه نولس نیم میلیونه کسان تر اوسه په کرونا اخته شوي او له دې ډلې ۷ لکه او ۲۲ زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG