د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

د ټېنس لوبو اتل: د کرونا وبا له کبله د ۲۰۲۰ کال لوبو کې برخه نه‌اخلم


د ټېنس لوبو اتل رافایل نادال
د ټېنس لوبو اتل رافایل نادال

د ټېنس لوبو اتل رافایل نادال چې لا هم له خپلې اتلولۍ دفاع کوي وایي، د کرونا وبا له کبله د ټېنس د ۲۰۲۰ کال په پرانیستو لوبو کې برخه نه‌اخلي.

هغه د دغې سیالۍ پر مهالوېش انتقاد کړی او هغه‌یې وحشیانه جدول بللی دی.

ده پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، له ډېر فکر وروسته‌یې پرېکړه وکړه چې د امریکا په سږنۍ پرانیستې یا (US Open) کې ګډون نه‌کوي.

ده ویلي، د ټولې نړۍ په کچه د کرونا ویروس وضعیت پېچلی دی او د ده په ټکو لا هم دغه ویروس نه‌دی قابو شوی.

د نادال سیال راجر فیدرر لا له وړاندې سږنیو لوبو کې خپل ګډون رد کړی، خو د هغه د نه‌ګډون لامل د زنګون ټپ ښودل شوی.

XS
SM
MD
LG