د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۵۰

امریکا کې په یوه ورځ کرونا ویروس له ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه کړي


ارشیف

امریکا په تېرو دریو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره په یوه ورځ کې د کویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د څه باندې دوه زره کسانو مړینه ثبت کړه.

امریکا چې وروستیو اونیو کې د کرونا ویروس پېښې په کې مخ په زیاتېدو وې، پرون په ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۵۸۰۰۰ نویو پیښو او له کبله یې د ۲۰۶۰ کسانو د مړینې شمېر ثبت کړ.

په یوه شپه او ورځ کې د مړینې دا شمېر په تېرو دریو میاشتو کې دومره نه و ختلی، وروستی ځل د مې په ۷مه نېټه په ۲۴ ساعتونو کې څه باندې دوه زره امریکایان کویډ ۱۹ مړه کړي وو.

په ټوله نړۍ کې په کرونا وبا د اخته شویو کسانو شمېر نژدې ۱۹ میلیونو ته ورسېد، تراوسه له دې کبله ۷۱۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG