د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مشر: ۴۰۰ طالب بندیانو کې بهرنی وګړی نه‌شته


ارشیف، د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
ارشیف، د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مسؤلین وايي چې په ۴۰۰ طالب بندیانو کې هېڅ بهرنی وګړی نه‌شته.

د دغه کمېسیون رئیس محمد معصوم ستانکزي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۵» یوې خبري غونډې ته وویل چې مشورتي لویه جرګه به د دغه ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په تړاو پرېکړه وکړي، کوم چې ولسمشر یې د خوشې کولو واک نه‌لري.

ښاغلی ستانکزی وايي، د سولې بهیر هغه حد ته رسېدلی چې ولس سره باید پرې سلا مشورې وشي، نو ځکه جرګې ته جدي اړتیا پيدا شوه. هغه هیله څرګنده کړه چې د جرګې ګډونوال به ملي ګټو ته په پام سره سمه پرېکړه وکړي او عملي بڼه به ولري.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "ګومان کېده چې په ۴۰۰ کسانو کې به بهرنیان وي، د دوو میاشتو په جریان کې له ژورې څېړنې وورسته ثابته شوې چې بهرنیان ورکې نه‌شته، په دې کې څلور کټه‌ګوري بندیان شامل دي چې په اعدم، په قتل، په اختطاف، د مخدره موادو په قاچاق او په مالي، اخلاقي فساد محکوم دي چې ولسمشر یې د عفوې صلاحیت نه‌لري."

محمد معصوم ستانکزی
محمد معصوم ستانکزی

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې له امریکا سره د طالبانو په هوکړه کې یوازې د پنځو زرو زندانیانو ویل شوي، لېست مطرح و، خو اوس ۵،۱۰۰ طالب زندانیان خوشې شوي دي.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدا کمېسیون د دارلانشا رئیس عبدالسلام رحیمي هم چې په دغه خبري غونډه کې یې ګډون کړی و وویل چې دغه جرګه د تېرې لویې جرګې په دوام یوه نوې جرګه ده.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې په جرګه کې د ګډون لپاره له ولایتونو ځیني استازي کابل ته رسېدلي او سبا به‌یې راتګ بشپړ شي.

ښاغلی رحیمي وايي: "کابل ته د جرګې د غړو راتګ پيل شوی، ځینې یې کابل ته رسېدلي او ان‌شاءالله ټول به‌یې سبا راورسېږي، ځانګړي تدابیر ورته نیول شوي دي."

سلام رحیمي
سلام رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د کرونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره مېلمنو ته ځانګړي روغتیايي تدابیر په پام کې نیول شوي.

د نوموړي په خبره، د جوړېدونکې لویې جرګې د اداري پلاوي او کمېټو په ګډون به ټول مخکېني تشکیلات پر ځای وي.

په تېره مشورتي لویه جرګه کې ۳،۲۰۰ کسانو ګډون کړی و او مشري یې پخواني جهادي رهبر عبدرب الرسول سیاف کوله.

خو محمد معصوم ستانکزی وايي، که چېرې په اداري پلاوي کې بدلون راتلو جرګه به پرېکړه وکړي.

په ورته وخت کې د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدا کمېسیون وايي، د سولې په اړه پياوړې ملي اجماع موجوده ده او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس او نوموړي ته نږدې کسان به په دغه جرګه کې ګډون ولري.

فریدون خوزون
فریدون خوزون

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم وايي چې د ملی مصالحې شورا غړي به د مشورتي لویې جرګې د جوړېدا په کمېسیون کې فعاله ونډه لري.

په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د سولې مشورتي جوړېدونکې لویې جرګې ته‌یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وویل چې د لویې جرګې خېمې ته نږدې مهمو ځایونو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي.

فردوس فرامرز
فردوس فرامرز

ټاکل شوې چې مشورتي لویه جرګه د راتلونکې جمعې به ورځ جوړه شي، جمهوري ریاست وايي چې ممکن دغه جرګه به درې ورځې دوام وکړي.

طالبانو د دغې جرګې د جوړېدو په تړاو تر اوسه خپل نظر نه‌دی څرګند کړی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر د دوشنبې په ورځ د وېډيو له لارې یو بل سره خبرې کړي چې ویل کېږي عمده موضوع‌یې د بندیانو د خوشې کېدو په اړه وه.

XS
SM
MD
LG