د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

افغان حکومت د طالبانو ۳۱۷ نور بندیان خوشې کړل


ارشیف، د افغان حکومت له لوري د طالبانو یو شمېر خوشې شوي بندیان
ارشیف، د افغان حکومت له لوري د طالبانو یو شمېر خوشې شوي بندیان

افغان حکومت د لوی اختر په دوه ورځو کې د طالبانو ۳۱۷ بندیان له خپلو زندانونو خوشې کړل او وايي چې دا طالب بندیان‌یې د ښه نیت او د سولې د بین‌الافغاني خبرو د ژر پیل په هدف خوشې کړي دي.

د افغانستان امنیت شورا وايي چې په دې سره د دوی له‌خوا د ټولو خوشې کړو طالب بندیانو شمېر ۴،۹۱۴ تنو ته ورسېد.

دغه شورا وايي چې د افغان ولسمشر د دستور له مخې به د حکومت له‌خوا ۵،۱۰۰ طالب بندیان خوشې شي.

د ملی امنیت شورا په خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې د لوی اختر په دوه ورځو کې ۳۱۷ طالب بندیان له حکومتي زندانونو خوشې شوي او دا لړۍ به جاري وساتل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب د برخې مشر انتظار خادم د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۲» ازادي راډیو ته وویل، په دغو ۳۱۷ تنه نويو خوشې شویو بندیانو کې له هغو ۴۰۰ زندانیانو چې د حکومت له‌خوا خطرناک بلل شوي څوک نه‌دي شامل.

ښاغلی خادم زیاتوي: "د ولسمشر د لارښوونې له مخې د اختر په دوو ورځو کې ۳۱۷ طالب بندیان خوشې شوي دي، یو شمېر نور به هم خوشې شي چې د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو ورکړل شوې ژمنه پوره شي، هغه ۴۰۰ بندیان چې خطرناک بلل شوي د قانون له مخې یې حکومت د خوشې کولو واک نه‌لري."

انتظار خادم
انتظار خادم

افغان حکومت ویلي چې ۴،۶۰۰ طالب بندیان له اختر مخکې خوشې شوي و چې د نویو بندیانو په خوشې کولو سره‌یې ټول شمېر ۴،۹۱۴ تنو ته ورسېد.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په لومړۍ ورځ ویلي و چې ۵۰۰ نور طالب بندیان به د ښه نیت په موخه خوشې کړي، خو دا یې هم ویلي و چې د ۴۰۰ خطرناکو طالب بندیانو په اړه به لویه جرګه پرېکړه کوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې د طالب بندیانو خوشې کول د سولې بهیر لپاره مهم ګام یاد کړی، خو ټینګار یې کړی چې امریکا سره د شوې هوکړې پر بنسټ باید د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د دوی پاتې ۴۰۰ نور پاتې بندیان هم خوشې شي.

طالبانو بیا مخکې ویلي چې د دوی له‌خوا دغه بهیر بشپړ شوی او څه د پاسه زر حکومتي بندیان‌یې خوشې کړي دي.

سهیل شاهین
سهیل شاهین

دغې ډلې له عرفې یوه ورځ مخکې د لوی اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ چې د افغان حکومت له لوري یې هرکلی شو او حکومت هم وویل چې په دغو ورځو کې اوربند ته ژمن دي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، د اوربند د دوام د ټولو افغانانو غوښتنه ده او طالبان باید دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.

اغلې انوري زیاتوي: "اوس‌مهال کار جریان لري چې په هېواد کې دوامداره اوربند ټینګ شي او د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره مناسبه او ډاډه فضا رامنځته شي. له طالبانو د افغان حکومت او خلکو غوښتنه دا ده چې تاوتریخوالی او جګړه ختمه کړي."

ناجیه انوري
ناجیه انوري

د اختر درېیو ورځو کې د طالبانو او افغان حکومت له‌خوا د اوربند اعلان په ملي او نړیواله کچه له هرکلي سره مخ شوی دی.

که څه هم د اوربند په ورځو کې په یو شمېر سیمو کې د امنیتي پېښو په اړه هم راپورونو ورکړل شوي، خو د پلازمېنې کابل او ولایتونو اوسېدونکي وايي چې نور د بریدونو، نښتو او چاودنو زغم نه‌لري او د اختر ورځو اوربند باید وغځېږي، هغه غوښتنه چې تر اوسه‌یې طالبانو د منلو او نه‌منلو په اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG