د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

طالبان: د افغان حکومت اړوند ټول بندیان خوشې شول


د طالبانو له لوري د خوشې شویو بندیانو یوه ډله، ارشیف
د طالبانو له لوري د خوشې شویو بندیانو یوه ډله، ارشیف

طالبان وایي، دوی له خپله اړخه د زندانیانو د ازادېدو لړۍ بشپړه کړه.

په قطر کې د طالبانو دفتر پرون وویل، دا ګام یې د دې څرګندوي کوي چې دوی د مسایلو د سوله ییز حل په برخه کې جدي او تر نورو وړاندې دي.

طالبان وایي، که چیرې افغان دولت د دوحې له تړون سره سم د دوی ټول هغه زندانیان خوشې کړي چې نومونه یې ورکړل شوي، له اختر وروسته به د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره هواره شي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی پرون په هرات، فراه، غور، نیمروز، زابل او بلخ ولایتونو کې ۸۲ زندانیان له حبسه ازاد کړل.

د ښاغلي شاهین په وینا، له دې سره د دوی له خوا د زندانیانو د ازادېدو لړۍ بشپړه شوه چې ترڅ کې یې له ۳۰ ولایتونو ۱۰۰۵ زندانیان خوشې شول.

طالبان وایي، دغه شمېر زندانیان یې د درې نیمو میاشتو په ترڅ او ۵۴ جوپو کې خوشې کړل.

دغه ډله وایي، دا کار یې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت او د هغې ژمنې د پوره کېدو لپاره کړی چې د دوحې په تړون کې شوې وه.

د دوحې په تړون کې، چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې لاسلیک شو، راغلي چې افغان حکومت به د طالبانو پنځه زره او طالبان به د دولت زر زندانیان تر بین الافغاني خبرو مخکې خوشې کوي.

افغان حکومت د طالبانو شاوخوا څلور نیم زره زندانیان ازاد کړل، خو د پاته څو سوه نورو د نه خوشې کېدو یې ویلي دي.

حکومت وایي، دغه زندانیان جرمي دوسېې او یا حق العبدي قضیې لري چې طالبان یې بدل کې باید د نورو کسانو د خوشې کېدو لېست ورکړي، خو طالبان بیا ټینګار کوي چې همدوی دې راخوشې شي.

د همدې څو سوه زندانیانو د خوشې کېدو پر سر اختلافاتو په ظاهره د بین الافغاني خبرو مخه هم ډب کړې.

تراوسه د دغو خبرو برخه لیک معلوم نه دی، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل او دوحې ته د وروستي سفر پر مهال له دواړو لوریو سره د تاوتریخوالي په کمولو، د مخامخ خبرو د پيل او د زندانیانو پر تبادلې خبرې کړي.

خلیلزاد
خلیلزاد

د ښاغلي خلیلزاد له دې سفر سره همهاله طالبانو د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی چې ځواب کې یې افغان دولت هم د اوربند خبره وکړه.

افغان حکومت لا د طالبانو له خوا د ټولو زندانیانو پر خوشې کېدو تبصره نه ده کړې، خو له دې وړاندې یې ویلي، که دوی ټول اسیران ازاد شي، دوی به هم د پاته طالب زندانیانو په اړه تصمیم ونیسي.

XS
SM
MD
LG