د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

افغان حکومت: که طالبان ټول دولتي اسیران ازاد کړي، موږ به هم پرېکړه وکړو


ارګ
ارګ

افغان حکومت وایي که طالبان ټول دولتي اسیران ازاد کړي، دوی به هم د پاتې طالب بندیانو په اړه پرېکړه وکړي.

افغان حکومت ټینګار کوي چې طالبان دې د دوی ټول دولتي اسیران او بندیان ازاد کړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د سولې لپاره اراده لري او طالبان باید د دوی د ورکړل شوي لېست له مخې ټول بندیان ازاد کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: "تر اوسه افغان حکومت دومره لوی ګام یې اخیستی او دغه اقدام یې کړی چې ۴۶۰۰ کسان یې ازاد کړي، د سولې، اوربند او مستقیمو مذاکراتو د پیل لپاره، د افغانستان حکومت ژمنتیا لري، اراده هم شته تر څو په راتلونکي کې نور ګامونه هم واخیستل شي، لومړی به وګورو چې زموږ د اسیرانو خلاصون څه وخت بشپړېږي؟ د هغه لېست له مخې چې د افغانستان حکومت ورکړی، زموږ غوښتنه دا ده چې د هغه له مخې د دولت ټول اسیران راخوشې شي او هېڅ څوک پاتې نه‌شي.

خو په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي له اختر مخکې به د زرو بندیانو خلاصون بشپړ کړي.

سهیل شاهین لیکلي، مقابل لوری هم باید د ۵۰۰۰ زرو طالب بندیانو د خلاصون بهیر پای ته ورسوي چې په خبره یې تر اختر وروسته د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي.

د دغې ډلې د نظامي برخې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل د دغو دوی تر دې دمه ۹۲۱ تنه حکومتي بندیان ازاد شوي دي.

هغه زیاته کړه: "له موږ بندیان همدومره وه چې نن یې خلاصون بشپړېږي، نن به ۷۹ تنه نور بندیان ازاد شي چې په دې سره به د زرو بندیانو د خلاصون بهیر پای ته رسېږي چې موږ یې ژمنه کړې وه او موږ خپله ژمنتیا پوره کړه."

دغه ډله له افغان حکومت نه د پاتې طالب بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د افغان حکومت ځواب هم ولرو خو تر دې دمه یې ته څه نه‌دي ویلي.

ازاد شوي طالب بندیان
ازاد شوي طالب بندیان

خو وړاندې يې ویلي چې دوی د طالبانو ۵۹۲ تنه بندیان نه ازادوي ځکه د دوی په وینا جرمي دوسیې لري، هغه څه چې طالبان یې ردوي او سیاسي بندیان یې بولي.

افغان حکومت تر دې دمه د طالبانو ۴۶۰۰ تنه بندیان ازاد کړي دي.

ټاکل شوې د افغان حکومت له لوري د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له لوري د ۱۰۰۰ حکومتي بندیانو تر خلاصون وروسته په یوه اوونۍ کې بین‌الاافغاني مذاکرات پیل شي، دا هغه څه دي چې د امریکا او طالبانو تر منځ په هوکړه لیک کې راغلي دي.

بل‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د قطر تر سفر وروسته افغانستان ته راغلی چې دلته یې له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي.

زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر له زلمي خلیل‌زاد سره د تاوتریخوالي د کموالي په اړه د کار، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت طالبانو تر منځ د مخامخ مذاکراتو د پیل او د زندانیانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.

عبدالله عبدالله هم په خپله رسمي فېسبوک پاڼه هم ورته خبرې لیکلي.

XS
SM
MD
LG